اټک:پنجاب اسټبليشمنټ زموږ په وطن کښي لاس وهنه کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سينئر سيکرتر او دخيبر پښتونخوا ايالتي مشر مختيار خان يوسفزئي د د پښتونخوا وطن اولسوالي اټک کښي د سازمان د يوې غونډي په محال زياته کړه چي اوس هم پنجاب اسټبليشمنټ او د هغوي استخبارات زموږ په وطن کښي ترهګر قوتونوچمتوکولو ته دوام ورکوي او هيڅ کله نه غواړي چي آزاد او جمهوري افغانستان په کراره شي او ورسره د کابل پر تخت د قبضې کولو خوبونه ويني۔ او هم دغه وجه ده چي يې په پښتونخوا وطن کښي خپلو غير انساني، غير اسلامي، وحشي عملياتو ته دوام ورکړي دي۔ هغوي په خپله وينا کښي د پښتونخوا وطن په علمي مرکزونو د ترهګرو بمي بريدونو او د هغه له عمله د وړو ماشومانو،ښځينه او نارينه استاذانو په وژنه سخت غبر ګون وښوي۔ او زياته يه کړه چي دپنجاب د استخباراتويو وار بيا دا خيال دي چي آزاد او جمهوري افغانستان کښي به يو وار بياخپله ناروا تګ لاره ته دوام ور کړي ډير دا ناپوهي خيال دي ځکه نن ټول افغان وطن په هم دې خبره ښه پوه دي چي هغه کوم قوتونه دي چي زموږ وطن د اوور په لمبو کښي سوځول غواړي۔او نړي په دې خبره پوه ده چي ترهګر د هم دغه استخباراتو په زريعه جوړ سوي قوتونه دي۔ او که دغه استخباراتي قوتونو په قراره نه کښيني او د قبضې د خيال تګ لاره نه پريږدي نو هغه ورځ به لري نه وي چي ددوي هيواد به خپل اوسنئي حالت وبايلي او تباهي، بربادي په هم هغه اوور کښي وسوځي کوم چي دوي خپله تيار کړي دي۔