بن لادن فرانسې ته اخطار ورکړ
رویټر راپور ورکوی چی اسامه بن لادن یو نوﺉ پیغام خپور کړی او په هغه کی یې فرانسې ته په افغانستان کی د پوځیانو په هکله اخطار ورکړی دی . دغه آډیو فیته وایی په نایجریا کی د فرانسوي یرغملو نیول په افغانستان او نورو اسلامی سیمو کی د فرانسې د پوځیانو په وتلو پوری اړه لری .
په نایجریا کی اووه بهرنیان یرغمل سوي چی پنځه یې فرانسویان دي او د شمالی افریقا د القاعده څانګي یې نیول منلي دي .