طالبان:افغان پوليس درې فرانسوي پوځيان ووژل

د لراوبر اداره | جنوري 22nd, 2011


د طالبانولخوا په تازه ترلاسه سوې خبرپاڼه کي راغلي چي بيګامازديګر۵ بجې دکابل سروبي ولسوالۍ اوزبين سيمه کې دفرانسوي عسکرو په هغه مرکز کې چې  داخلي امنيتي پوليس هم ورسره ګډ فعالیت کوي د احمدشا به نامه يوه پوليس چي دلغمان ولايت پشه يي درې اوسيدونکی دی او له ډيرې مودې راهيسې يي په پوليسو کې  په تاکتيکي ډول کارکاوه په فرانسوي عسکرو وسلوال بريد ترسره کړ او ۳تنه يرغلګرعسکريي ځای په ځای ووژل . ذبيح الله مجاهد وايي نوموړی پوليس تر بريد وروسته سيمه ايز وخت نن سهار لس بجې په سيمه کي دطالبانو مرکز ته رسېدلی دی ، تر اوسه ناټو اوافغان دولت په دې اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024