کور / شعر / غزل

غزل

یه د زړه درده ! د زړه درد له مې دوا هم ته یې
زما قاتلې!  زما ژوند له مسیحا هم ته یې


په نه خبره چې له ما نه مرور  وې ته وې
په نه خبره اوس له ما سره پخلا هم ته یې


پرون هم ته وې هغه بله شپه هم ستا وعده وه
سبا بیګا نه دې قربان سبا بیګا هم ته یې


تر ټولو مخکې همدا تا د جنګ نعره پورته کړه
تر ټولو مخکې اوس روان جنګ نه په شا هم ته یې


که نیمګړتیا ده که تکمیل دی ، بس خو ستا د پښتۍ
ګوره انسانه که ادم ته یې ،حوا هم ته یې


په دې خو نه ژاړم چې تا د زړه په رنځ اخته کړم
ژاړم په دې چې په دې حال مې په خندا هم ته یې


جلاله دا کومه پښتو ده چې خوله هم ته غواړې
لکه جلۍ دې رنګ وهلی ، وارخطا هم ته یې