یوه امریکایی ښځینه پوځی او یو افسر ووژل سول
پنتاګون خبر ورکوی چی طالبانو وړمه ورځ په بغلان ولایت کی یوه ۲۳ کلنه امریکایی ښځینه پوځی هغه مهال ووژله چی یونټ یې د راکټونو او مرمیو تر حملې لاندی راغی .
پنتاګون وایی چی هغه ۲۶ کلن افسر چی د عمان خلیج څخه یې د ( هیزلی ) نومی بیړۍ څخه پر افغانستان هوایی او راکټی عملیات کول په اوبو کی ډوب سو او جسد یې درې ورځی مخکی پیدا سو .
پنتاګون زیاتوی چی هغه بهرنی پوځی چی وړمه ورځ د افغانستان په جنوب کی وژل سوی و ، امریکایی و چی په هلمند ولایت کی د طالبانو د حملې ښکار سوی و .
په دې سره د جنورۍ په روانو ۲۲ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۲۰ ته ورسېدل .