کور / سپورټي / افغان لوبډلي په كراچي كي درې تمريني لوبي وګټلې

افغان لوبډلي په كراچي كي درې تمريني لوبي وګټلې

افغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلي د پاکستان د کراچي په ښار کي درې تمريني لوبي ترسره کړي او تر دې دمه يې درې واړه ګټلي دي.
نوموړې لوبډله د اسيايي هيوادو د ۱۹ څخه کم عمره لوبغاړو کرکټ ايليټ سيالۍدپاره چمتوالی نيسي او د جنوري په ۲۷ نېټه به د کراچۍ ښار څخه د ټايلنډ هيواد ته روانيږي.
افغان لوبډلي لومړۍ سيالي د راشد لطيف اکاډمۍ لوبډلي سره ترسره کړه چي د راشد لوبډلي ته يې په ۱ ويکټه ماته ورکړ.
دويمه لوبه يې د کراچي د معلولونو لوبډلي سره ترسره کړه چي هغوی ته يې هم ماته ورکړه.
درېيمه لوبه چي تېره ورځ وه او د کراچۍ ډيفينس لوبډلي سره چي هغوی ته يې هم په ۶۷ منډو ماته ورکړه.
د ټايلنډ په هيواد کي چي کومه سيالي ترسره کيږي د نړيوال ۱۹ کلنو څخه کم عمره ځوانانو سيالۍ ته چې په ۲۰۱۲ کې ترسره کيږي د اسيايي هيوادو د لوبډلو د غوراوۍ پړاو دئ.
په دې پړاو کي به د اسيا د ۱۰ لوبډلو څخه ۲ لوبډلي دويم پړوا ته لاره پيدا کوي، نوموړي دوې لوبډلي به په دويم پړاو کي د ټولو براعظمونو لوبډلي ګډون کوي، تر دې دمه ويل کيږي چي په هغه کي به ۱۶ لوبډلي ګډون کوي او د هغو څخه به ۶ لوبډلي آخري پړوا ته لاره پيدا کوي.