په بغداد او کربلا کي د چاودنو له امله یو شمېر کسان ووژل سول

مختار احمد احسان | جنوري 24th, 2011


د عراق د کربلا ښار د الابراهيمي په سیمه کښي د تازه رامنځته سوو بمي چاودنو له امله شپږو تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او لس نور زخمیان سول .

حکومتي چارواکي د پيښي په اړه وايي چي چاودنه کربلا ښار ته د تلونکو بسونو په هډه کي په یوه موټر کي رامنځته سوه; ذکر سوي بسونو شیعه زیارت کوونکي د کربلا ښار ته انتقالول .

همداډول په بغداد کي یو ځل بیا دوې نوري بمي چاودني رامنځته سوي دي . د لومړنی چاودني له امله د یوه ډګر جنرال په شمول دوه حکومتي چارواکي له منځه تللي دي . همداډول بله چاودنه د بغداد په الغزالیه کي رامنځته سوې چي له امله یې یوه صاحب منصب خپل ژوند دلاسه ورکړ .

Copyright Larawbar 2007-2024