تاواني ميخانه

64 | جنوري 24th, 2011


اشنا ستا په ميخانه کې،دشرابو پريماني ده
داوبو په نرخ خرڅيږی،دلته دومره ارزاني ده

پيالې ډکې له شرابو،خوپه سر اړول نشته
دپيالو شرنګاهم نشه،دلته دومره ځانځاني ده

ستا دې لويه ميخانه کې،ساقيان ډير، شرابيان لږدي
ګوره! نن وي که سبا خو،ستا په برخه پښيماني ده

بيروباردئ دساقيانو،شراب ډير خماریی نشته
په دې کارکې حکمت نشته،داخو واړه ناداني ده

لږځان پوه کړه مئ فروشه! ددې کارګټه به څه وي؟
دقيام توصيه واوره! ميخانه دې تاواني ده٠

Copyright Larawbar 2007-2024