کور / شعر / بولندوی

بولندوی

 


لکه چي ورکه مينه بيا را غله


هسي مي خوا ته په  نڅا راغله


 


چي له مودو يې هيله من ومه زه


وينم يې ورو زما تر خوا راغله


 


خدای مي قبولي دعاګاني کړلې


هغه چي نه راتله اوس بيا راغله


 


ولي به نه شو غيږ په غيږه اشنا


ماچي غوښتله بس همدا راغله


 


لا خو مستي وه چي ملا بولندوۍ


ټوله را ويښ کړه چي  رڼا راغله


 


 د بابوزي طالع  په ويښه  نه ده


دا يې  په خوب کي له هوا راغله