ټونس: د پوځ مشر پر ولس د لاريون نه کولو ږغ وکړ

34 | جنوري 26th, 2011


دټونس پوځي مشر دخپل هيواد له ولس وغوښتل ترڅو لاريونونو ته دپاى ټکى کيږدي .
نوموړى زياته کړه که په دغه هيواد کې لاريونونه اوس هم زور ومومي ويره شته چې په دغه هيواد کې يو اوږد انقلاب رامنځ ته شي او ددغه انقلاب دمخنيوي په موخه پکار ده چې لاريونونو ته دپاى ټکى کيږدو .
دد تونس د پوځ لوى درستيز د هغه ولسي پاڅون تر پېلېدو وروسته چې ولسمشر زين العابدين بن علي يې له هيواده تېښتې ته اړ کړ، په لومړي ځل دغه وينا ترسره کړي ده .

Copyright Larawbar 2007-2024