کور / تازه خبرونه / د عوامي نيشنل ګوند غړی له بريده روغ رمټ ووتئ

د عوامي نيشنل ګوند غړی له بريده روغ رمټ ووتئ

 په باجوړ ايجنسۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند د مجلس عامه په غړى ملک عطاء الله خان او د هغه پر ملګرو ډزې شوې چې له دغه بريد څخه نوموړي روغ رمټ پاتى شوى دى ، د رارسيدلى خبر له مخې د عوامي نېشنل ګوند د مجلس عامله غړى ملک عطاء الله خان او د پارټۍ رهنما ملک عبدالباقى کله چې د باجوړ ايجنسۍ د خار تحصيل څخه په موټر کښې تيريدل ، پدې مهال کښې د عتايت الله څخه نا معلومو وګړو ددوى په موټر ډزى وکړى چې موټر خورا زيانمن شو خو ملک عطاء الله خان او ملک عبدالباقى روغ رمټ پاتى شول ، د باجوړ ايجنسۍ د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د پېښې سخته غندنه کړى او له حکومت څخه يې د پېښې جدي څيړنې غوښتنه کړې ده.