فلپاين: چاودنې اتلس تنو ته مرګ ژوبله واړوله

34 | جنوري 26th, 2011


درپوټونو له مخې دغه چاودنه په نوموړي هيواد کې په يومسافر وړونکې بس کې رامنځ ته شوه چې له امله يې څلورتنه مسافرين وژل شوي اوڅوارلس نورسخت ټپيان شوي دي .
په همدي حال کې دنوموړي هيواد امنيتي چارواکي وايي بس کې دمسافرو له ځاى پرځاى کيدو وړاندي يې دهغوي سامانونه کتلي خو ددغه چاودنې درامنځ ته کيدو په اړه يې هم څيړني پيل کړي دي .
په ورته وخت کې په نوموړي هيواد کې مسافرين په بس کې له تګ راتګ څخه خپله انديښنه څرګنده کړي او له امنيتي چارواکو يې دکلک امنيتي تدابيرو غوښتنه کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024