اوباما: امريکا د ترهګرۍ په وړاندې ماته نه مني

34 | جنوري 26th, 2011


دامريکا ولسمشرباراک اوباما وايي امريکا دترهګرۍ په وړاندې ماتي نه مني .
ولسمشرباراک اوباما چې دنوموړي هيواد ثنامجلس ته يې وينا کوله وويل پاکستان کې به القاعده بيا منظم کېدو ته پري نښودل شي او له افغانستان څخه به روان کال په ترڅ کې دامريکايي ځواکونو وتل شروع کړي .
نوموړي زياته کړه القاعده شبکه له دوه زره يو څخه په لومړي ځل له ماتي سره مخ شوي ده او دهغوي زيات شمير پټنځايونه هم لمنځه وړل شوي دي .
اوباما پرالقاعده شبکې غږ وکړ چې دوي ماتي نه مني اوپه ټوله نړۍ کې به القاعده شبکې ته ماتي ورکړي .
دامريکا ولسمشرهمدا راز پر ايران دسخت بنديزونو له لګولو څخه خبر ورکړ او په شمالي کوريا يې غږ وکړ که خپل جوهري پروګرام ونه ځنډوي نوله سخت غبرګون سره به مخ شي .

Copyright Larawbar 2007-2024