کور / علمي / چينايي ژبه د پښتو په غېږ کي ( Pashto \ 普通话 )

چينايي ژبه د پښتو په غېږ کي ( Pashto \ 普通话 )

له تېرو پنځو کلونو راهيسي دچين هيواد سره سودا ګريز تګ راتګ لرم دوه کاله مخکي مي فکر وکړ چي دمادي ګټي تر څنګ بايد معنوي ګټه هم  هيواد ته يو سم .


په ږغيزه سوداګريزه ژبه يې تر يوځايه بلد وم ومي غوښتل په انځور ليک او دليک په ژبه يې هم پوه سم مخکي کلونو کي لا په چين کي دژبو دزده کړي دومره خصوصي مرکزونه‌ هم نه وه خو په داورستيو کي زيات سول ، کله چي مي دوه کاله مخکي دچينايي ژبي زدکړه په علمي توګه پيل کړه په ټولګى کي مو تر دېرشو زياتو کسانو زدکړه کول چي په دې کي تورپوستي ، عربان ، روسان،جرمنيان ، ايرانيان او داسي نور را سره وو ، په دوى کي مي لاکله کله  پريو روسي ټولګيوال چي (ويکتور) نومېدى په افغانستان کي ددوى دماتي په هکله ټوکي هم کولې او خندل به يې . ددرس په پيل کي يوڅه وار خطا وم چي ، په يوه مياشت دي د دوه زره افغانيو انډول ( چينايي يون) ور کړه چي په څه ډول به دا پېچلى ليک زده کوم ؟!، ښوونکې مو ښځينه وه (يدي) نومېدل ، کله چي يې درسي پلان وړاندي کړ په دې  … تفصیل