هالنډ نن افغانستان ته د روزونکو لېږلو پريکړه کوي

د لراوبر اداره | جنوري 27th, 2011


د هالنډ کابېنه د تيري يوې مياشتي راهيسې هڅه کوي چي د ناټو تر ماموريت لاندي کندوز ته د پوليسو او پوځيانو روزولو لپاره روزونکي واستوي خو په پرله پسې توګه د پارلمان د مخالفت سره مخامخ کېږي .


تر هغه وروسته چي د خيرت ويلدرز PVV ګوند چي په پارلمان کي تر نورو ډېري چوکۍ لري د ايتلاف د نورو ګوندونو سره يو ځای ددې پلان مخالفت وکړ لومړي وزير ښاغلي روته د اپوزيشن ګوندونو خرون لينکس او سوسيال دموکرات ګوندونو سره د ملاتړ ترلاسه کولو خبري پيل کړې ، د اپوزيشن ګوندونو د ملاتړ لپاره شرايط وړاندي کړل چي د هالنډيانو لخوا روزل سوي سرتيري به د څلورو اوونيو پر ځای شپاړس اوونۍ روزنه ترلاسه کوي ، په روزنه کي به يوازي د وسلې استعمال او جګړه کول شامل نه وي بلکي هر افغان سرتيری به د يوه واقعي پوليس په توګه روزل کيږي چي د ليک لوست زده کړه يې لومړی شرط دی او د قانون سره بلدتيا ، د خلکو حقوق پېژندل او پېښو پر مهال د خلکو سره چال چلند کول يې نوري برخي جوړوي ، په شرايطو کي دا هم راغلي چي افغان دولت به تضمين ورکوي چي نوي روزل سوي سرتيري به له طالبانو سره جګړې ته نه لېږي .


دغه ډول ويل سوي چي هالنډيان به د پخوا غوندي په لويو خېمو او د لرګيو په خونو کي نه اوسيږي بلکي په کنکريټي ودانيو کي به ژوند کوي ، جرمنيانو ته چي له مخکي په کندوز کي مېشت دي د هالنډيانو د ساتني چاري په لاس نه ورکوي بلکي خپله هالنډي سرتيري به د روزونکو امنيت ساتي . سيمه ايز او مرکزي چارواکي به د روزلو لپاره تاجک ، هزاره او نورو مېشتو قومونو تر څنګ په کندوز کي مېشتو ۴۰ فيصده پښتنو ته هم په روزلو کي برخه ورکوې ، دوی دليل وړاندي کوي چي اوس هم پښتانه په دې ګيله من دي چي د پرمختګ په چارو کي له پامه غورځول سوي دي ، که سيمه ايز چارواکي يوازي غيرپښتانه د روزلو پروګرام ته ور وپيژني په دې سره به پښتانه د مخالفينو ليکو ته مخه وکړي او ستونزي به نوري هم زياتي سي .


د خيرت ويلدرز PVV  او ځينو نورو مخالفو ګوندونو غړو په ښکاره دا اندېښنه هم وښودل چي په افغانستان کي د فساد له امله ممکنه ده چي ددوی لخوا روزل سوي سرتيري د طالبانو له ليکو سره تړاو ولري او وروسته ددوی په مقابل کي وجنګيږي . ځينو په څرګند ډول وويل چي ددې امکان سته چي زموږ په لاس روزونکي سرتيري د شريعت راوستلو لپاره کار وکړي .


د لومړي وزير د افغانستان لپاره د روزونکو پلان دوې اوونۍ مخکي د مطلق اکثريت ۷۰ فيصده هالنډيانو دمخالفت سره مخامخ سو ، نوموړي پرون وويل چي دا ځل په پلان کي د تغيراتو راوستلو له امله ددې پلان بريالي کېدو ته خوشبين دی .


نن د پنجشنبې په ورځ نيم ساعت مخکي د سهار لس بجې په  دهېګ کي ددوهمي ورځي لپاره پر دې موضوع خبري کيږي ، ټاکل سوې ده چي وروسته به لومړی وزير پخپله پارلمان ته وينا وکړي او خپل وروستی پرمختګ به اعلان کړي . د يادوني وړ ده چي ددې پلان د پرمختګ د پاره د خرونلينکس او سوسيال ګوندونو دواړو ملاتړ ته اړتيا د ټولو رايو څخه د اکثريت ملاتړ جوړ کړي ، که هر يو له دغو دوو ګوندونو څخه د لومړي وزير ددغه پلان مخالفت وکړي افغانستان ته د هالنډي روزونکو پلان بيا له خنډ سره مخامخ کيږي .


هالنډ دا وخت په افغانستان کي  څلور ايف شپاړس ماډل جنګي الوتکي او ددې الوتکو ۱۲۰ کسه امله لري چي د کندهار په هوايي ډګر کي مېشت او په دنده بوخت دي ، د نوو هالنډي روزونکو او ددوی د اکمالاتي ، طبي ، امنيتي او تخنيکي کسانو په ورتللو سره به په افغانستان کي د ناټو د ماموريت په چوکاټ کي د ټولو هالنډيانو شمېر ۵۴۵ کسانو ته ورسيږي .


له دهېګ څخه تر ټولو په تازه خبر کي دا شېبه په ژوندۍ بڼه خپور سو څرګنده کړه چي لومړي وزير د افغان پوليسو د روزلو موده چي لومړي پلان کي ۴ هفتې وه اوس اتلس هفتو ته غځولې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024