کور / سپورټي / افغان ملي لوبډلي په اماراتو کي دويمه لوبه هم وګټله

افغان ملي لوبډلي په اماراتو کي دويمه لوبه هم وګټله

افغان االف لوبډلي خپله دويمه لوبه د اماراتو د ۱۹ کلنو لوبغاړولوبډلي څخه په ۳۲ منډو وګټله او سبا به د اماراتو د ۷ ولايتونو مشترکي لوبډلي سره چي د امارات ۱۱ ګډي لوبډلي سره الزيد د کرکيټ په کلي کي تر سره کيږي.
افغان الف لوبډلي پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه په ۴۰ اورونو کي يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۹ منډي جوړي کړې او ۲۲۰ منډي يې مخالف لوبډلي ته هدف وټاکه.
دا افغان الف ملي لوبډلي په توپوهنه کي نن فضل رحيم نيازي د لوبډلي کپتان ۷۵ منډي، شېر خان ۴۰، رحمت الله ۲۳ او عبيدالله ۲۷ منډي وکړې.
افغان توپ اچونکو د مخالفي لوبډلي ټول لوبغاړي په ۴۹ اورو کي په ۱۸۶ منډو وسوځول.
د افغان لوبډلي زکي الله زکي ۴ ويکټې واخستلې چي درې يې په يوه اور کي وي.
همدارنګه عبدالله عادل نن د مخالفي لوبډلي ۳ لوبغاړي وسوځول.
يادونه لوبه ډې نايټ وه.
په اماراتو کي د الف لوبډلي مهال وېش په لاندي ډول دي:

افغان کرکيټ الف ملي لوبډلي لوبغاړي:
فضل رحيم نيازي( کپتان)، اول خان، نجيب ترکى، شکور ذکي، علي بهزاد، رحمت شاه، شېر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قريشي، لعل خان، نسيم خان، عبيد کنړي، خوشحال خان