عراق : د جنازې د مراسمو پر مهال چاودني ځاني زیان واړوئ

مختار احمد احسان | جنوري 27th, 2011


د عراق په مرکز بغداد کي په موټر کي د یوې بمي چاودني له امله شاوخوا ۳۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او ۷۸ نور زخمیان سول .

راپورونه زیاتوي چي نوموړې چاودنه د شیعه ګانو د جنازې د مراسمو پر مهال رامنځته سوه . د پیښي وروسته د جنازې په مراسمو کي ګډون کوونکي کسان نور هم غمجن سول او د زیاتي خواشینی له امله یې پر پولیسو حمله وکړه، ځکه چي پولیس په امنیتي چارو کي پس پاته راغلي وه او د پوره امنیت غم یې نه و خوړلئ .

ذکر سوې پېښه یوازینی پېښه نه ده، چي شیعه ګان یې قربانیان کیږي، لنډه موده مخکي په کربلا کي نوري چاودني هم رامنځته سوې، چي له امله یې زیات شمېر کسان مړه او زخمیان سول .

Copyright Larawbar 2007-2024