راپور : په زرګونو افغانی عیسویان بیریږی

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 27th, 2011


فرانس پریس آژانس د کابل څخه راپور ورکوی چی هغه په زرګونو افغانان چی عیسویان سوي دي ، بیریږی چی بندی نسی یا له وطنه و نه شړل سی او یا هم غیر انسانی رویه ورسره و نه سی . راپور وایی چی د دغو زرګونو افغانی عیسویانو څخه یو هم ( عنایت ) دی چی په کابل کی اوسیږی . عنایت ورته وویل چی ما خپل انجیل چی په فارسی ژبه دی ، هر ځای راسره ګرځاوه خو اوس دا کار نسم کولای . ده ورته وویل چی زه هیچا ته نه وایم چی عیسوﺉ یم که نه ژوند به می د خطر سره مخامخ سی . عنایت وایی چی دا می مستعار نوم دی او زه په ۲۰۰۶ کی هغه وخت عیسوﺉ سوم چی د یو امریکایی دوست سره هند ته تللی وم او په ۲۰۰۹ کی افغانستان ته راغلم . ده وویل چی زما بل ملګری چی مستعار نوم یې ( موسی سعید ) دی همدا اوس بندي دی چی د نړیوال سور صلیب سره یې کار کاوه او عیسوﺉ شوی دی .
فرانس پریس زیاتوی چی لویدیځ منابع وایی چی په دې وروستیو کی په زرګونو افغانان عیسویان سوي دي خو د بیری څخه ځانونه نسي ښودلای . راپور زیاتوی چی په لویدیځ کی ګڼ شمیر عیسوی مؤسسې د دغو عیسوي سوو افغانانو د دفاع او ساتنی لپاره راپورته سوي دي خو په احتیاط سره خپل کار مخته بیایی .
عنایت ورته وویل چی « کله زه بهر ته تللی وم نو افغانستان می ډیر یادېدﺉ . افغانان زما غوندی خلکو ته ضرورت لری او زه غواړم چی هېواد ته ترقي ور په برخه کړم . خو که انګلستان یا امریکا ته ولاړ سم نو هلته به یوازی د ځان په غم کی یم . »
راپور زیاتوی چی د عنایت مور چی کله خبره سوه چی زوی یې د اسلام څخه اوښتی او عیسوﺉ سوی دی ، نو له شرمه یې ډیر وژړل او دا کار یې د کورنۍ لپاره یو خجالت وباله .
خو د پیښو ناظرین وایی چی د فعلی « دیموکراسۍ » د « ګلانو » څخه یو هم همدا ګل دی چی لویدیځوالو په سوغات کی پر شوړېدلي افغانی ټولنی باندی ولوراوه !

Copyright Larawbar 2007-2024