کور / تازه خبرونه / د رسول الله (ص) دکاريکاتورنو خپروونکو پر ضد مظاهره وسوه

د رسول الله (ص) دکاريکاتورنو خپروونکو پر ضد مظاهره وسوه

په ډنمارکي ورځپاڼو کښې د توهين رسالت ( ص ) د خاکو د خپرولو د غندنې په خاطر پرون په پېښور کښې د طلبه وو له خوا يوه سخته احتجاجي مظاهره وشوه، دغه احتجاجي مظاهره چې د پښتون سټوډنټس فيډريشن لخوا د پېښور خبري کلب مخې ته شوې وه ، ګډون والو په يوه آواز وويل چې په بهرنيو ورځپاڼو کښې د توهين رسالت په اړوند د خاکو خپرول د مسلمانانو جذبات ټپي کړى او ددوى سپيڅلو احساساتو ته يې په سپکه کتلې دى ، د مظاهرې برخه والو له حکومت څخه په ټينګه غوښتنه وکړه چې د ډنمارک په ګډون له ټولو هغو کفرى هېوادونو سره چې دغه سپکوونکي خاکې يې خپرى کړى ، سملاسي خپلې سفارتي اړيکې غوڅى کړى او که حکومت دا کار ونه کړ، نو د خپلو احتجاجونو لمن به لا زياته پراخه کړى.


د ډنمارک ورځپاڼو او ډنمارک دولت د دې کړني له امله په اسلامي نړۍ کي يو ځل بيا په بېلابېلو ډولونو احتجاجونه رامنځته سوې ، ددغو احتجاجونو يوه بڼه د انټرنټ له لاري د ليکونو ليږل هم دي چي ورکي له مسلمانانو غوښتنه کيږي چي د ډنمارکي توکو د رانيولو ( پيرودلو ) سره ډي بايکاټ وکړي . ددا ډول احجاجونو له امله تير ډنمارک ته له اقتصادي پلوه په مليارډونو ډالره زيان اوښتی و .


د انلاين يا انټرنټي مظاهرو يوه بېلګه دلته لاندي وګورئ :