کور / تازه خبرونه / اتله کرکټ لوبډله کابل ته راورسیدله.

اتله کرکټ لوبډله کابل ته راورسیدله.

نن دکابل دسهار څه باندې په لسو بجو دافغانستان دکرکټ ملي اتله لوبډله چې داسیا په کچه یې دشل اوریزو سیالیو اتلواله وګټله دکابل هوايي ډګر له را رسیدو سره جوخت دکرکټ دمینه والو، دحکومت دځینو چارواکو او دپارلمان دځینو غړو له لوري یې تود هرکلی وشو. دافغانستان په المپیک کې دکرکټ دفدراسیون مشر شاهزاده مسعود لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دافغانستان اتلو لوبغاړو په پوره میړانه لوبه وګټله، دکرکټ دټیم کپټان نوروز منګل چې ددې اتلوالي په ټولو سیالیو کې دلوبې دغوره لوبغاړي ویاړنې هم له ځان سره رواړي، لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دا اتلواله نه یوازې دکرکټ دټیم په برخه شوې بلکې دټول افغانستان ده.