ولسمشر د فراه له قومي مشرانو سره وليدل
ولسمشرحامدکرزي په کابل کې دفراه ولايت له قومي مشرانوسره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل او خبرې اترې يي ورسره وکړې.
په دې کتنه کې دفراه ولايت قومي مشرانوپه پاکستان کې دافغانستان دپخواني سفير حاجي عبدلخالق فراهي په راخوشې کولو کې ددلت دهلوځلو مننه وکړه.
همداراز يادو مشرانوپه فراه ولايت کې دبيارغونې کارونه دقناعت وړونه بلل او په دغه ولايت کې يي په بېلابېلو برخو کې دبيارغونې او پرمختيادبهير دچټکتياغوښتنه وکړه.
ولسمشرحامدکرزي دفراه ولايت قومي مشرانوته ډاډورکړچې وړانديزونه به يي دمسئولو مقاماتولخواوڅېړل شي.