افغانستان: اېران دي افغان سوداګرو ته تاوان ورکړي

34 | جنوري 30th, 2011


دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعوخونې ويلي چې ايران بايددافغانستان دتېلو دټانکرونوددرولو له امله بايدافغان سوداګرو ته تاوان ورکړي.
دنوموړۍ خونې چارواکي وايي چې دايران لخوادافغان سوداګرو دتېلوټانکرونوددرولوله امله افغاني سوداګرو ته يوميليون ډالره تاوان اوښتى او تراوسه هم افغان سوداګر دايران په سرحدي سيمو کې ددرول شوو ټانکرونوله امله په ورځ کې سل ډالره اضافي پېسې ورکوي.
په همدې حال کې دسوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې له ايران سره دتېلو دټانکرونوستونزه تراوسه په بنسټيزډول نه ده حال شوې او ايران اوسه هم افغان پانګوالو ته اجازه نه ورکوي چې خپل تېل افغانستان ته وليږده وي،او اوس مهال هم دافغانستان ديرش زره ټنه تيل دايران په سرحدي سيمو کې بندپاتې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024