کارګر ګوند: برتانيه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته ژمنه ده

34 | جنوري 30th, 2011


دبريتانيادکارګرګوندمشر ويلي چې بريتانياپه افغانستان کې دترهګرۍ پروړاندې دمبايزې په برخه او په دغه هيوادکې پرخپل پوځي شتون ژمن دي.
نوموړي دغه څرګندونې په هلمندولايت کې بريتانوي سرتېرو سره په لېدنه کې وکړې او زياته يي کړه،چې په افغانستان کې دبريتانياپوځي شتون اړين دى او همداراز په افغانستان او سيمه کې دسولې ټېنګښت به دلويديځو هيوادونوپه تېره بيادبريتانياپه ګټه وي.
دبريتانياددفاع وزارت چارواکي وايي چې افغانستان ته دنوموړي دسفرموخه په دغه هيواد کې مېشتو خپلو سرتېرو سره لېدنه او همداراز تر ٢٠١٥ کاله افغان امنيتي ځواکونوته دامنيتي چارو دمسئوليت سپارلو په بهير کې دکارګرګوندملاتړدى.

Copyright Larawbar 2007-2024