مصر : د مخالفي ډلي مشر ټول لاریون کوونکي زړه ور کړل video

مختار احمد احسان | جنوري 30th, 2011


نن د مصر د دوام لرونکو لاریونونو په شپږمه ورځ د اوسني حکومت د مخالفي ډلي مشر او د نوبل دسولي ستري جایزې ګټونکی محمدالبرادعئ د لاریون کوونکو سره د کتلو ترڅنګ زړه ورتیا راژوندی کړه .

د مخالفي ډلي مشر محمدالبرادعئ د القاهرې ښار په “میدان التحریر” کي شاوخوا ۵ زرو لاریون کوونکو ته خبري وکړې . نوموړي وویل : ” سیاسي مشرانو ماته ددې وظیفه راسپارلې، چي په دې هیواد کي به یو نوی حکومت رامنځته کوم . واضح خبره ده ، چي تاسو ټوله مصران په دې خاوره کي امن غواړئ، پخپلو حقوقو پسي راوتلي یاست او آزادي مو ستر ارمان دئ .
دا چي د یوه نوي حکومت د رامنځته کېدو لپاره لومړي ګامونه اخیستل سوي دي، نو باید دا پروسه پای ته ورسیږي او هیڅکله پر شا ولاړ نه سو .
زموږ او ستاسو ارمان یو دئ او ډېر واضح دئ : د اوسني رژیم پای او د یوه نوي پړاو پیل . ”

محمدالبرادعئ د ۱۹۴۲ زېږدیز کال د جون په ۱۷مه نېټه د مصر د القاهرې په ښار کي زېږېدلئ دئ . نوموړي په ۱۹۷۴ز کال کي دوکتوره ترلاسه کړې ده . همداراز نوموړي د ۲۰۰۵ زېږدیز کال د نوبل د سولي نړیواله ستره جایزه هم ترلاسه کړې ده .



Copyright Larawbar 2007-2024