ملي امنيت: په فارياب کې طالب له وسلو سره نيول شوى

34 | فبروري 1st, 2011


دملي امنيت رياست وايي په فارياب ولايت کې يوتن وسله وال طالب نيولى دى .
ددغه رياست دخبر له مخي دغه کس دنوموړي ولايت دانوخۍ ولسوالۍ اوسيدونکى دى چې له يو کلاشينکوف،دولس لاسي بمونو اويوموټرسايکل دليږدونې پرمهال دپوليسو له لوري ونيول شو.
په همدي حال کې دملي امنيت رياست دهرات ولايت دګذرې په ولسوالۍ کې د درې ترهګريزو بريدونو دمخنيوي خبر ورکوي .

Copyright Larawbar 2007-2024