کندوز: ٣٠ وسله وال له سولې بهير سره يوځاى شول
په کندوزولايت کې ديرش وسله وال طالبان دسولې له روان بهيرسره يوځاى شول.
دنوموړي ولايت امنيه قومندان وايي چې دغه کسان ديادولايت په دشتې ارچي ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونوپه هلوځلو اودقومي مشرانوپه همکارۍ له دولت سره يوځاى شوي دي.
پوليس وايي چې په دغه کسانوکې دوسله والو طالبانودرې سيميزمشران هم شامل دي.