خوست: بهرني طالبان نيول شوي

34 | فبروري 1st, 2011


په خوست ولايت کې درې بهرني وسله وال طالبان نيول شوي دي .
دنوموړي ولايت امنيه قومندان وايي چې نيول شوي کسان دپاکستان اوسيدونکي دي چې دوه يې دپنجاب ايالات اويوبل يې دشمالي وزيرستان دميرام شاه سيمې پوري اړوند دى
نوموړي زياته کړه چې دغو کسانو هوډ درلوده چې په دغه ولايت کې ترهګريزبريدونه طرحه کړي چې دځايي پوليسو لخواونيول شول.
دخوست امنيه قومندانۍ په وينا له نيول شويو کسانو دمګړۍ پوښتنې اوګرويږنې رواني دي .

Copyright Larawbar 2007-2024