د هڅاند فرهنګپال غوث الدين فروتن کوچنی ورور په حق ورسېد
ښايي ټول فرهنګيان به د غوث الدين فروتن له نامه او کلتوري هڅو سره اشنا وي ، ډېرﺉ به له دې هم خبر وي چي فروتن د تېر شاوخوا يو کال راهيسي د خپل ورور ظريف د ناروغۍ له امله له يوه څخه بل ډاکټر ، له يوه څخه بل روغتون ، له يوه ښار څخه بل ته او بالاخره د ډېرو کړاوونو سره اوس په هند کي د ظريف خان په د يَنې په بدلولو بوخت دی دلته يې په کندهار کي يو بل تنکی ورور ميرويس جان ناببره ناجوړه او په حق ورسېد. د لراوبر ويبپاڼي همکاران د فرهنګي ورور فروتن اوددوی ټولي کورنۍ سره په دې سختو او دردمنو شېبو کي ځانونه شريک ګڼي ، ظريف خان ته د پوره روغتيا تر څنګ ټولو ته له لویه خدايه د جميل صبر دعا کوي .
ليکوال او ژورناليست بشير احمد نادم له کندهاره د ميرويس د مړيني په اړه داسي ليکلي دي :
ګران فروتن صاحب او د هغه درنې کورنۍ ته د لوى خداى (ج) له دربار څخه د دې لوى غم د زغملو او جميل صبر دعا کوم.
د هغه وړوکى او ګلالى ورور ميرويس جان زما د سترګو په وړاندې په داسې حال کې ساه ورکړه، چې په خپله فروتن صاحب له هېواده ليرې په هندوستان کې د خپل بل ورور ظريف خان په درملنه بوخت دى. (ظريف خان له ډېره وخته د تور زيړي (هيپاټايټس بي) په ناروغۍ اخته دى، هغه ينې ته اړتيا لري تر څو عمليات او لېور ټرانسپلانټ ورته وشي، چې ډېر زيات لګښت پرې راځي.)
شا وخوا لس کلن ميرويس جان ناڅاپي ناروغ شو، په کور کې يې ويلي و، چې ملا مې خوږيږي او ساړه مې کېږي، سهار مهال يې ډاکټر ته وروستى و، ډاکټر ورته د وينې معاينات کړي و، او ورته ويلي يې و، چې سينه و بغل (نيمونيا) دى، درمل يې ورکړي و، خو غرمه مهال سخت په عذاب شو، روغتون ته په رسېدو د کوما حالت ته لاړ، په روغتون کې يې ورته اکسېجن او سېروم هم چالان کړل، خو کومه ګټه يې نه کوله او تکليف يې له لا پسې زياتېده، د کندهار ښار ځينې تکړه او مشهور ډاکټران مو ورته راوغوښتل، تر څو د ميرويس ناروغي وپېژندل شي، چې ولې د کوما حالت ته تللى دى، ډاکټران هم عاجز پاتې وو او نه پوهېدل چې پر ميرويس دا حالت څنګه او ولې راغلى دى، موږ يې نژدې ماسپښين مهال کوټې ته د وړو اراده وکړه، خو ډاکټرانو منع کړو او ويل يې، چې لاره اوږده او ناروغ د وړلو نه دى، په لاره کې يې د ضايع کېدو امکان دى، له شخصي روغتون څخه مو ميرويس روغتون ته يووړ، د ماشومانو په وارډ کې مو داخل کړ، تر څو يوه لاره جوړه کړو او د کندهار هوايي ډګر روغتون ته يې يوسو ، تر څو هلته يې د سر عکسونه واخيستل شي او معلومه شي، چې ناروغي يې څه ده.
په ميرويس روغتون کې د اى سي آر سي ادارې د ماشومانو يوه بهرني ډاکټر د ميرويس درملنه پيل کړه، يو شمېر نورو ډاکټرانو هم وکوت، اکسېجن او سېروم ورته چالان وو، خو د هغه په حالت کې هيڅ بدلون نه راته، هماغه و، چې وړوکي ميرويس د يکشنبې د ورځې په ماښام ساه ورکړه او وفات شو.
د لوى خداى (ج) پرېکړې نه په بله کېږي، کنه نو د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره ټولې ممکنې هڅې او منډې وشوې.
راځئ، ټوله په ګډه دعا وکړو، چې خداى دې فروتن او نور ملګري له دغه راز غمونو او کړاوونو وساتي، خداى دې هغوى ته صبر ورکړي او خداى دې ورته ظريف خان روغ او جوړ کړي.
آمين
آصف ننګ – کابل
انا لله و انا اليه راجعون
ډير له غم او خپگان ډک خبر دى، زه د عظيم اجر او جميل صبر تر څنگ د فروتن صاحب ټولې کورنۍ ته د زړه له کومې تسليت وايم، دا د الله تعالى اراده ده چي خپل بنده خلق کړي او بيا يي بيرته خپل ځان ته ور وبولي، د معصوم ماشوم مړينه د شهادت مرتبه لري خداي پاک دي دغه معصوم جنت الفردوس او د کورني ټولو غړو ته يي د قيامت په ورځ د شفاعت مسبب وگرځوي.
يو انسان د بل انسان مرستي ته وردانگلي شي خو چي د اجل شيبه يي راشي او د خداي اراده وشي نو بيا هيڅوک هيڅ هم نشي کولى
خداي دي د فروتن بيمار ورور ته بشپړه روغتيا ورکړي، نورو دوستانو ورسره د مادي مرستي د ورکړي د مقدار ايملونه تبادله کړل، ما څه نوري هڅي وکړي او د خداي پاک په خاطر مي عزم دا دى چي خپله ممکنه مادي مرسته به هم ورته جمع کوم، خداي وس، او د خداي د رضا لپاره او د دوستي د حق په خاطر
کمبودات او کوتاهيان مو درک کوو او له خدايه مغفرت غواړو.
جعفر هاند – کابل
له ښاغلي فروتن سره په دغه ستر غم کې ځان شریک بولم،صابر ذات دې ښاغلي فروتن او د هغه درې کورنۍ ته صبر جمیل ورکړي.دا حقه لار ته ټول ور روان یو. شفیع ذات دې د فروتن صاحب ناروغ ورور هم روغ کړي.
انا لله و انا الیه راجعون.
حفيظ الله غښتلی
هیله ده چې د ځوان ورور ظریف روغتیایي حالت کنټرول شوی وي. پرون ستاسې د یوه بل کوچنی تنکي ورور پر وفات ډېر سخت خواشینی شوم. انا لله و انا الیه راجعون.
الله جل جلاله دې ارواښاد ته فردوس جنت په برخه کړي، تاسې او ستاسې درنې کورنۍ ته له الله جل جلاله څخه د جمیل صبر هیله کوم. ډېره زیات بښنه غواړم چې زه ایله پرون کابل ته راورسېدم او ومې نه شو کړای چې جنازې ته ورشم. له ښاغلي اسرار احمد کریمزي او کورنۍ مننه چې په دې برخه کې یې منډه وکړه. له ښاغلي نادم او په کندهار کې له نورو ملګرو مننه چې فروتن په غیاب کې یې د ده د کورنې سره غمشریکي وکړه.
محترم فروتن صاحب،
دلته په کابل کې که څه امر خدمت وي په زړورتیا غږ وکړه.
الله دې له نورو غمونو وساته.
په درناوي
غښتلی