کور / تازه خبرونه / د هلمند والي اسدالله وفا له دندي ګوښه کړل شوی دی

د هلمند والي اسدالله وفا له دندي ګوښه کړل شوی دی

د هلمند والي اسدالله وفا پسله شاوخوا دوه کلونو څخه د خپلي دندي ګوښه کړل سوی دی ، خو پخپله اسدالله وفا وايي چي په خپله خوښه يې له دندي استعفا ورکړې ده ، نوموړي دوه ورځي مخکي د بي بي سي راډيو سره په يوه نسبتآ اوږده مرکه کي وويل چي که يې ولسمشر وړانديزونو او ستونزو ته پام ونه کړي نو استعفا به ورکړي .


لراوبر ته په دې اړه بېلابېل خبرونه رارسيدلي ، يوه خوا ويل کيږي  چي اسدالله وفا په خپله خوښه له دې دندي څخه استعفا ورکړې او ولسمشر حامدکرزي د هغه استعغا منلې ده خو له بلي خوا دا هم ويل کيږي چي اسدالله وفا په هلمند کي پر افغان دولت او بهرنيو ځواکونو تر پرله پسې نيوکو  وروسته د بهرنيانو په لارښوونه له دندي ګوښه کړل سوی دی ، د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر تر اوسه په دې اړه رسمي دريځ نه دی اعلان کړی ، د ناتاييد سوو راپورونو له مخي د لغمان ولايت اوسنی والي ګلاب منګل د هلمند ولايت لپاره د والي په توګه ټاکل سوی دی .