کور / تازه خبرونه / امريکا په مصر کې د واک پر لېږد ټينګار کوي

امريکا په مصر کې د واک پر لېږد ټينګار کوي

دامريکاولسمشربارک اوبامايوځل بياپه مصرکې دواک پرچټک ليږدټېنګاروکړ.
دامريکاولسمشرپه واشنګټن کې دکاناډاله لومړي وزيرسره په يوې ګډې خبرې ناسته کې وويل چې دمصرراتلونکى په خپله مصريان ټاکي او ددغې هيوادستونزې په تاوتريخوالواو ځپلو سره نه هواريږي.
اوباماپه مصرکې دخبريالانواودبشري حقونوفعالينواو لاريونکونکوځپل يي په کلکه وغندل او دمصردولت يي دخلکوپه ساتنه کې مسئول وباله.
په همدې حال کې دمصرلومړي وزيراحمدشفيق ويلي چې حسن مبارک به له واک څخه لاس پر سرشي خو دغه چاره وخت ته اړتيالري.
بلخوادمصرمرستيال ولسمشر نن ددغه هيواد له يوشمېرسياسي مشرانوسره دمصر داوسني کړکېچ دپاى ته رسولوپه موخه چې دى به ددغې هيوادلنډمهالى مشروي خبرې اترې وکړې.
داپه داسې حال کې ده چې په قاهرې کې دحسن مبارک دپلويانواو مخالفينوترمنځ نښتې اوس هم راوني دي.

بلخوادشنبې په ورځ دمصرمرستيال ولسمشرعمرسليمان له يوه وسله وال بريدڅخه روغ وتلى دى.
درپورټونوله مخې دحسن مبارک پرمرستيال عمرسليمان څو تنووسله والوکسانوبريدکړى
چې نوموړى ترې روغ وتلې خو دوه ساتونکي يي په دغه بريدکې وژل شوي دي.
تردې مهال نه خپله عمرسليمان په دې اړه څه ويلي اونه هم کومې وسله والې ډلې ددغې بريدمسئوليت په غاړه اخېستى.
په ورته وخت کې په مصرکې مېشت افغان محصلينوله دولت څخه غوښتې ترڅوژرترژردوي خپل هيوادته راستانه کړي.
دغو افغان محصلينوله رسنيوسره په خبروکې ويلي چې پېسې ورسره په خلاصېدودي او په مصرکې ټول بانکونه تړلي دي،ترڅو دوي خپلې اړتياوي پوره کړي.
په مصرکې تريوسل او شېتو تنوډير افغان محصلين په زده کړو بوخت دي.
په دغه هيوادکې دافغان سفارت چارواکي وايي چې تردې مهال افغان محصلينوته کومه ستونزه نه ده پيداشوې،او کابل ته يي ددوي دليږدولو په اړه يي هم له بهرنيوچارو وزارت سره اړيکي نيولي او دمحصلينوټولې ستونزې يي ورسره شريکې کړي دي.
دوي زياتوي چې په کابل کې چارواکو ورسره ژمنه کړي چې دمحصلينودراليږدلپاره ديوې الوتکې چمتوالى نېسې او ډيرژربه دغه محصلين کابل ته راستانه کړي.
ديادونې وړده چې په مصرکې حالات له هغې وروسته کړکېچن شول چې داوسني ولسمشر حسن مبارک په وړاندې سترلاريونونه پيل شول.