کونسل: پاکستان پر افغانستان بريد نه دى کړى

34 | فبروري 5th, 2011


په ننګرهار ولايت کې دپاکستان کونسل وايي چې دوي ددغې ولايت پر ګوشتې ولسوالۍ بريدنه دى کړى.
داپه داسې حال کې ده چې تردې وړاندې دننګرهارولايت دسرحدي ليواقومندان ويلي ووچې پاکستاني ځواکونودچهارشنبې په ورځ پريادې ولسوالۍ هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.
بلخوادپاکستان کونسل محمدتوفيق غوري په جلال ابادښارکې ديوې غونډې په ترڅ کې وويل چې پاکستاني ځواکونودافغانستان پرځمکني حريم تېرى نه دى کړى.
ښاغلى غوري که څه هم پر ياده شوې سيمه له بريد نه منکره وو، خو دا يې ونه ويل چې دغه حمله چا کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024