تایلېنډ : د سرحدي شخړو له امله ۲ تنه مړه او ۴ نور زخمیان سول
د تایلېنډ د حکومتي چارواکو په وینا د تایلېنډ او کمبودیا په سرحد کي د رامنځته سوو حملو په ترڅ کي یو تایلېنډی عسکر او یو ملکي کس خپل ژوند دلاسه ورکړ . همداډول څلور تنه نور زخمیان سول .
راپورونه لیکي چي شاوخوا دوه ساعته د تایلېنډ او کمبودیا د فوځیانو ترمنځ ډزي رواني وې .
نوموړې پېښه په داسي حال کښي رامنځته سوه، چي د کمبودیا او تایلېنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په کمبودیا کي د اوږدمهاله سرحدي جګړو په اړه خبري – اتري کولې .
نوموړې پېښه د “بریاه فیهیار” نومي معبد ته څېرمه د کړکېچنو حالات نښه بللائ سو، چیري چي د کمبودیا او تایلېنډ فوځیان یوې او بلې لوري ته مېشت دي .
دتایلېنډ د فوځي مرکزونو چارواکي ذکر سوې پېښه یوه اشتباه بولي، خو د کمبودیا حکومت ویاند بیا رسنیو ته ویلي چي ددې پيښي په اړه به د متحده ایالاتو د امنیتي چارو سازمان ته شکایت وليږي .
د “بریاه فیهیار” نومي معبد د کمبودیا په شمال کي د “بریاه فیهیار” په ولایت کي موقعیت لري، چي د خمر په امپراطوری (۸۰۲ – ۱۴۳۱) کي جوړ سوئ دئ .

د بریاه فیهیار معبد انځورونه :



