دولسي جرگې لنډمهال مشراستعفى وكړل

حاجی پوپل | فبروري 6th, 2011


دولسي جرگې لنډمهاله مشرڅارنوال محمدسرورعثماني دخپل ځان په وړاندي ديوشمېروكيلانودڅرگندونو دشكايت پربنسټ لمړۍ خپله استعفى وكړل خوبيرته دوكيلانوپه غوښتنه پرخپلي دندي پاته سوو
دشنبې دورځي دولسي جرگې په غونډه كې ښاغلي عثماني وويل چې يوشمېروكيلانويې په وړاندي نامناسبي څرگنده ونې كړي اودى له هغوڅخه ازورده سوى .
دفراه ولايت استازى محمدسرورعثماني دولسي جرگې له پرانيستل كېدوڅخه وړاندي دلنډمهاله مشرپه توگه وټاكل سوو.
له تيرو۲ اونيوراهيستې دولسي جرگې په غونډه كې هڅه كېږي چې خپل نوى مشروټاكي خوديوې مېرمني په گډون دغي چوكى ته له ۷ تنونوماندانوڅخه يوهم ندى توانېدلى چې پنځوس جمع يورايه ترلاسه كړي .
څارونكې وايې چې دشوراغړي پرڅوبرخوويشل شوي .
عبدالرب رسول سياپ اويونس قانوني دوه پياوړي نوماندان بلل كېږي چې په لمړي اودوهم پړاووكې يې سيالي هم وكړل خوهيڅ يوه يې اړيني رايې ترلاسه نكړې .
په ورته وخت كې بيادانتخاباتي سرغړونوځانگړې محكمې تېره ورځ ۱۲ تنه صرافان اودوكانداران له دې كبله په بندمحكوم كړل چې يوشمېرتورنونوماندانوته يې مالي امكانات برابركړي .

Copyright Larawbar 2007-2024