هلمند: پوليسو له تښتوونکو څخه يو ماشوم خلاص کړ

حاجی پوپل | فبروري 6th, 2011


دهلمندله مطبوعاتي دفترڅخه خپره سوې خبرپاڼه وايې چې پوليسوپه هلمند كې هغه ماشوم وژغوره چې نهه مياشتې مخكي ورانكارويرغمل كړى وو .
خبرپاڼه ليكي چې د نادعلي ولسوالى په شاول سيمه كې پر يوه كوريې ځانگړي عمليات ترسره كړي چې په ترځ كې يې هغه ۱۳كلن كوچنى چې ۹مياشتي مخكي ددولت وسله والومخالفينوپه دې نامه چې گواكې پلاريې له دولت سره كاركوي يرغمل كړى و.
خبرپاڼه زياته وي چې ددغوعملياتوپه ترځ كي يې هغه ۲ تنه هم نيولي چې دغه كوچنى يې يرغمل كړى وو.
تراوسه خپله ددولت مخالفينوپدې اړه څه ندي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024