کور / راپور / استراليا: د شمله راډيو او پسرلی فرهنګي جرګې د مشاعرې راپور

استراليا: د شمله راډيو او پسرلی فرهنګي جرګې د مشاعرې راپور

د روان عیسوي کال د فبروري پر شپږمه د یکشنبې پر ورځ د استرالیا د سیدني د کاستل هیل په یوه هوټل کې د شمله پښتو راډیو او استاد صدیق پسرلي د فرهنګي جرګې په کوربه توب یوه پرتمینه مشاعره او ادبي ناسته جوړه شوه.

مشاعره د مازیګر څلورنیمې بجې د قاري الحاج داود احمدزي له خوا د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ،

ورپسې په نیو ساوت ویلز کې د شمله پښتو راډیو موسس او چلوونکی او د استاد صدیق پسرلي د فرهنګي جرګې مشر ، شاعر او لیکوال عبدالهادي هادي د یوې لنډې وینا په ترڅ کې راغلیو میلمنو ته د هرکلي په ویلو د داسې غونډو او مشاعرو د جوړولو پر ارزښت رڼا واچوله. نوموړي همدا شان د مشاعرې له ګډونوالو وغوښتل چې په ګډه د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پونځي استاد ، سناتور او سیاستوال پوهاند محمود حبیبي ، لیکوال او خبریال مراد سنګرمل د ځوان لیکوال غوث الدین فروتن د واړه ورور میرویس او همدا شان په لندن کې د میشت لیکوال او شاعر افضل ټکور ځوانیمرګې لور ارواوو ته چې په تیرو دوو اونیو کې له موږ نه د تل له پاره بیل شوي دي په ګډه دعا وکړي. د غونډې او مشاعرې ګډونوالو په ګډه د نوموړو د بښنې له پاره د لوی څښتن دربار ته لاسونه لپه کړل او دردمنو کورنیو ته یې له الله تعالی نه د صبر او زغم غوښتنه وکړه.

وروسته مشاعره پیل شوه چې په پیل کې له آلمان نه د ښاغلي محمد سرور وکیلي او له افغانستان نه د ځوان شاعر او لیکوال ګل رحمان رحماني رالیږلي شعرونه د یو په استرالیا کې د پښتنو د کلتوري ودې ټولنې د غړي ډاکتر رحمن شینواري لخوا ولوستل شول ، تر دې وروسته له ویکتوریا نه ځوان شاعر قاري میړني د تیلیفون پر لیکه خپل شعر د مشاعرې ګډونوالو ته واوراوه چې د ناستو کسانو د خوښۍ وړ وګرځیده .

تر هغه وروسته په سیدني کې د افغانانو د جامع جومات د امام مولانا عبدالحمید حدید شعر چې همدې مشاعرې ته یې لیکلی وو ولوستل شو، تر هغه وروسته ډیوه منګل ، انجنیر عیسی منګل ، احسن تقویم الحق کاکاخیل ، قاهر جبارخیل، په استرالیا کې د پښتنو د سولې او ملاتړ د کمیټې مشر ننګیال پښتو نیار ، نفیسه همدرد، شکرالله طاهري او یو شمیر نورو سیدني میشتو شاعرانو یو په بل پسې خپل شعرونه واورول. چې د مشاعرې د ګډونوالو له خوا په چکچکو سره استقبال شول.

د مشاعرې په دویمه برخه کې یو شمیر هغو سیدني میشتو ځوانانو ته چې په فرهنګي چارو کې تر نورو ښه ځلیدلي وو د شمله راډیو او استاد صدیق پسرلي د فرهنګي جرګې له خوا برابر شوي ستاینلیکونه د ښاغلو مولانا عبیدالله عمري ، هاشم منګل ، په نیوساوت ویلز کې د افغانانو د همکارۍ د کمیټې د مشر الحاج نادر اعظمي ، الحاج شاه محمود ساپي او انجنیر حبیب ګل پکتیاوال له خوا وویشل شول.

ورپسې مولانا عبیدالله عمري او د سیدني پوهنتون استاد ، د سیاسي مسایلو شنونکي او نامتو لیکوال ډاکتر احسان آذري ستانیزي غونډه او مشاعره وارزوله ، او د دا ډول غونډو او مشاعرو جوړول یې یو ګټور او د قدر وړ کار وباله .
یاده شوې مشاعره د ماښام شاوخوا اته بجې د ماښامنۍ په کولو پای ته ورسیده .
د یادولو وړ ده چې شمله راډیو او د استاد پسرلي فرهنګي جرګه به د مارچ پر پنځلسمه بله همدا ډول مشاعر هم جوړوي.