لغمان: توغندي درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په لغمان ولايت کې په يوکورکې دتوغندي دلګيدو له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
دنوموړي ولايت دوالي وياند وايي دغه پيښه تيره شپه ناوخته ددغه ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي چې له امله يې يوتن وژل شوى او دوه ښځې ټپياني شوي دي .