شمالي او جنوبي کورياوو د بشري پېښو په هکله پرېکړه وکړه

34 | فبروري 10th, 2011


دسويلي کوريااوشمالي کوريا استازو دخپلو خبرو اترو په ترڅ کې دبشري پېښوپه اړه پريکړه کې ده.
درپوټونو له مخي ددواړوکورياګانو پلاوله دوه مياشتووروسته يوله بل سره خبرې اترې پيل کړې او ددواړه خواووترمنځ يي دشته ستونزوپه اړه خبرې اترې وکړې.
ويل کيږي ددواړو هيوادونو داړيکي له خرابيدو وروسته د دواړو کورياګانو پوځي چارواکو دا دوهمه مخامخ ليدنه ده چې دستونزو دهوارۍ په موخه يې ترسره کوي .
ديادونې وړده د دواړ کوريايي هيوادونوترمنځ اړيکي هغه مهال ترينګلې شوې کله چې شمالي کورياپر يونګ پيونګ ټاپوهوايي بريدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې يي څلورتنه ووژل شول.
همداراز له دې وړاندې دسوېلي کوريايوه پوځي بېړۍ دچين په سمندرکي کې ډوبه شوه او له امله يي شپږڅلويښت پوځيان ووژل شو.
که څه هم پيونګ ينګ په دغه پېښه کې هرډول لاس لرل رده وي خو دنړيوالوڅېړونکودڅېړنو له مخې دغه بېړۍ لومړۍ دشمالي کوريالخواپه توغندي سره وويشتل شوه او وروسته ډوبه شوې ده.
ټاکل شوې ده چې دا دواړه لوري ديوې ګډې فابريکې دبيرته فعالولوپرسره هم خبرې اترې وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024