په عملياتو کې طالبان نيول شوي دي

34 | فبروري 10th, 2011


په غزني او کندوز ولايتونوکې دافغان اوبهرنيو ځواکونو دبيلابيلو عملياتو په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوي اونهه تنه نور ژوندي نيول شوي .
دغزني ولايت دمقرولسوال وايي په دغه ولسوالۍ کې دافغان اوبهرنيوځواکونو لخوا هغه مهال يو وسله وال طالب ووژل شوو اوڅلور نور ژوندي ونيول شول چې دورانکاره فعاليتونو لپاره يې چمتوالى نيوو.
په همدي حال کې دکندوز دامنيت امر وايي دنوموړي ولايت دمرکز په بوست سيمه کې دافغان امنيتي ځواکونو ديولړ عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان نيولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024