کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي قومي مشرانو ته مډالونه ولېږل

ولسمشر کرزي قومي مشرانو ته مډالونه ولېږل

په پښتونخوا کې مېشت يوشمېرافغان قومي مشرانوته دولسمشرحامدکرزي لخوا ورليږل شوي دسروزرومډالونه ورکړل شول.
دغه مډالونه په خيبرپختونخوا ايالات کې دافغان جنرال کونسلګرۍ لخواهغو قومي مشرانوته ورکړل شول چې په کابل کې يي دسولې له ملي مشورتي جرګه کې ګډون کړى وو.
په افغانستان اوپښتونخوا کې يوشمېرقومي مشران بياله پاکستان څخه غواړي ترڅوپه افغانستان کې دسولې له روان بهيرسره مرسته وکړي.
ديادونې وړده چې دسولې ملي مشورتي جرګه څواونۍ وړاندې په کابل کې دهيوادله بېلابېلو ولايتونوڅخه دراغلو قومي مشرانوددولتي چاروکواو بهرنيواستاوزپه ګډون جوړه شوه.