کور / سياسي / زموږ خلک څه غواړي ؟

زموږ خلک څه غواړي ؟

خلک په دولت کې د اداري فساد له منځه وړل غواړي .
خلک د قضا آزادي او استقلالیت غواړي .
خلک د هغه کسانو نیول او محاکمه کول غواړي چې په ډول ډول جرمونو یې لاسونه رنګ دي.
خلک دداسې چارواکو مقریدل غواړي چې د کار اهلیت او لیاقت ولري او قانون په ټولو په یوشان  د تطبیقولو صلاحیت او جرئت ولري.
خلک داسې چارواکي غواړي چې له انسانانو سره انساني چلند وکړي او د هغوي انساني کرامت ته په انسانیت د احترام سرونه ټیټ کړي.
خلک هغسې  حریت او عدالت غواړي چې قانون په  قوي او په ضعیف ، په لوی او وړوکي په یو شان  تطبیق شي .
خلک د ټولنې د ټولو اقشارو  تر منځ  برابري او مساوات غواړي .
خلک داسې حکومت غواړي چې قانون په هغو کسانو تطبیق کړي چې ددولتي موسساتو د شتمنیو په غلا کښې لاس لري.
خلک داسې حکومت غواړي چې خائن لوړپوړي چارواکي د محاکمې میز ته راوکاږي.
خلک داسې پارلمان غواړي چې د دوي په خدمت کښې وي نه داسې پارلمان چې غړي یې  د خپلو شخصي منافعو په نشه کښې غرق وي.
خلک داسې پارلمان غواړي چې غړي یې وکولای  شي په يو آواز په یوه ورځ کښې ځانه رئیس او اداري هیئت وټاکي.
خلک  داسې حکومت غواړي چې علم او فرهنګ ته يې خدمت په  سترو اهدافو کښې ځای ولري
خلک داسې حکومت غواړي  چې مطبوعات یې په شریفانه  او رښتیني ډول د ملي وحدت د تامین دپاره صادقانه  کار وکړي .
خلک داسې   رسنۍ غواړي چې د خلکو تر ترمنځ د قام ، ژبې ، نژاد او مذهب په نوم تعصباتو ته لمن ونه وهي.
خلک داسې  حکومت غواړي چې د کابل د ښار کثافات او چټلي پاکې او هغه ښکلی او ښائسته کړي.
خلک داسې حکومت غواړي چې یوه رښتینې ، غښتلې ملي  اردو جوړه کړي .
خلک داسې حکومت غواړي چې د ملي پولیس په روزنه او پالنه کښې له واقع بینۍ څخه کار واخلي او  په صادقانه ډول د ولس  خدمت ته ملا وتړي.
خلک داسې حکومت غواړي چې  په سمه او عادلانه ډول د ددوي د اولادنو د تعلیم او تربیې غم   وخوري.
خلک داسې حکومت غواړي چې خلکو دپاره  د کار او بار د پیداکولو غم وخوري.
خلک داسې حکومت غواړي چې  د مخدره توکو د کر کیلې مخنیوی وکړای شي.
خلک داسې حکومت غواړي چې د مخدره توکو د تجارت او قاچاق  مخه ونیسي.
خلک داسې حکومت غواړي چې د دوي د هوسايۍ او نیکمرغۍ دپاره اندیښنه او برنامه ولري او د بې روزکارۍ د ختمولو دپاره هڅې وکړي.
خلک داسې حکومت غواړي چې د نړۍ له ټولو هیوادو سره د متقابله احترام پر بنسټ د دوستۍ اړیکې ټینګې کړي.
خلک داسې قوي حکومت غواړي چې وکولای شي د هیواد په  کورنیو چارو کښې  د باندنیو هیوادونو لاس وهنې بندې کړي.
خلک داسې حکومت غواړي چې په خلکو پور ې اړه ولري او د خلکو په خدمت کښې ځان ستړی کړي.
په درنښت