کور / سياسي / مصری اوښتون او د بدمعاش را پرځیدل!!!

مصری اوښتون او د بدمعاش را پرځیدل!!!

سمیع الله ایلم، کابل


تاسی به په دی مقاله کی لاندی عناوین ولولی:
۱. دمبارک په اړه
۲.په عراق د امریکی د تجاوز په اړه د حسنی رایه
۳.له مبارک وروسته څوک؟
۴.داقتصاد ښه کول
۵.۲۰۰۵ کال ریفرینډم
۶.فساد
۷.د بیړنیو حالاتو قوانین
۸.اسراییل-فلسطین شخړه
۹.دمبارک ناروغتیا
۱۰.ایوارډونه
۱۱.مبارک په ګونډو شو!!!


له ټونس وروسته، د بدمعاشانو خلاف لاریونونه په مصر کی پیل شول. هلته، په ټونس کی یی خو بن علی و پرځاوه او وشاړه خو دلته، په مصر کی بدمعاش څه نا څه تجربه کار ښکاري. د جنوري له ۲۵، بیا تر اوسه یی وکولای شول چی په واک کی پاتی شي. پریکړه تاسی وکړی چی سپین سترګي دی او که کمال؟
په سوریه کی لا هم خاموشي دی او د هیڅ کوم جنجال ښکاره نښه نشته. هوری په اردن کی پادشاه عبدالله، کابینه ړنګه او نوی لومړی وزیر معروف بخیت یی د نوی کابینی جوړولو او پراخو سمونونو راوستو لور ته وهڅاوه. یمن کی هم بدمعاش علی صالح د ځوی احمد صالح ته دواک له تسلمیدو تیر شو.
په قزاقستان کی هم نور سلطان نظربایوف په ناڅاپی ډول ټول ټاکنی د روان کال د اپریل په دریمه د نړیوالو ناظرینو تر څارنی لاندی له خپل ټاکلي وخت ۲۰ میاشتی مخکی اعلان کړی.
په پاکستان کی هم لومړي وزیر کابینه د ګونډا زرداري په صلاح ړنګه او د نوی کابینی لپاره تابیا ونیول شوه.
اوس راګرځو مصر ته:


د مبارک په اړه:


نوم: محمد حسنی سید مبارک
پیدایښت نیټه: د ۱۹۲۸ ز کال د می په ۲۸ (اوسنی عمر ۸۲)
د پیدایښت ځای: کفرالمِصلحه
سیاسی ګوند: ملی دیموکراتیک ګوند
کډه: سوزن (سوسن) مبارک
ماشومان: علاء مبارک او جمال مبارک او جمال مبارک
علاء مبارک د خپل وړوکي ورور جمال مبارک په اندازه سیاسی شهرت نلري، یو تجار دی. او دقاهری له امریکایی پوهنتونه فارغ شویدی.
خدمت: د مصر هوایی ځواک
رتبه: د هوایی ځواک مارشال
واک ته رسیدل: د اکتوبر ۱۴، ۱۹۸۱
واک نه پرځیدل: فروري ۲۰۱۱،۱۱
لومړي وزیران: احمد فواد محی الدین
کمال حسن علی
علی محمود لطفی
عاطف صدیقی
کمال الجنزوری
عاطف عبید
احمد نظیف
احمد شفیق
مرستیال ولسمشر: عمر سلیمان، د مصری استخباراتو پخوانی مشر
د ناپیلو هیوادونو ۱۵ سکرتر جنرل، مخکی له مبارکه راول کاسترو-دفیډرل کاسترو ورور-د ناپیلو هیوادو شري په غاړه لرله.
حسنی مبارک د انورالسادات له وژل کیدو وروسته د ۱۹۸۱ کال د اکټوبر په څوارلسمه واک خپل کړ.
له محمد علی پاشا وروسته په مصر کی د اوږدی دوری حکومت کولو ټایټل باید ده (حسنی مبارک) ته ورکړل شي.
سیاست ته له ننوتو مخکی حسنی مبارک په هوایی ځواک کی (۱۹۷۲-۱۹۷۵) ددنده لرله. په ۱۹۷۵ کی مرستیال ولسمشر وټاکل شو. بخت یی کار وکړ، خالد اسلامبولی چی د اِخوانُ المُسلمین له غړو څخه وو د فوځي پریډ پر مهال یی انوار السادات له منځه یوړ.
مبارک په فوځی علومو کی تخصص لري او د پخواني شوروی اتحاد په مختلفو حربی اکاډمیو لکه د مسکو د پیلوټانو د تربیی ښوونځی، او همدارنګه یی د کنټ په هوایی اډه کی چی بشکِک ته نږدی پرته دی، ځانګړی فوځی زده کړی ترلا سه کړیدي.
په ۱۹۷۲ کی د هوایی ځواک د قوماندان او د مصر د مرستیال دفاع وزیر په توګه وټاکل شو. په راوروستنی کال کی چی کله سوریی او مصر-هغه مهال دواړه هیوادونه په ایتلاف کی وو- دیوم کیفور-د یهودو سپیڅلی ورځ- په ورځ په اسراییلو حمله وکړ. مصري ځواکونو په دغه جګړه کی توره وښوده او حسنی مبارک ته د هوایی ځواک دمارشال ټایټل ورکړل شو.
دده د حکومت په دوره کی مصر د په عرب لیګ کی خپل بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او عرب لیګ بیرته خپل مرکزی دفتر په قاهری کی پرانیزه. له اسراییلو سره د سولی تړون له وجی مصر لومړنی عربی هیواد وو چی په عرب لیګ کی یی غړیتوب وځنډول شو.
د۱۹۹۱ خلیج جګړه کی مصر د ایتلاف لومړنی هیواد وو چی پیاده ځواک یی په سعودی عربستان کی کوز ترڅو له کویټه د عراقی قوتونو په وتلو کی برخه واخلی.
دایتلاف په دغه جګړه کی هر عسکر ته ۵ لکه امریکایی ډالر ورکول کیدل چی د اکانومِست په خبره دغه خبر په زړونو کی ځای پیداکړ او خلک وهڅیدل ترڅو په خلاص نیت په جګړه کی برخه واخلي. دا هاغه وخت وو چی امریکی د عراق ښکار غوښت او د حسنی مبارک طالعی وی چی د امریکا غوښتنی ته یی پروخت لبیک ووایه او په انعام کی د اروپایی اتحادیی ۱۴ بیلیونه پور په مصر باندی- وبښل شو.


تر اوسه په حسنی مبارک شپږ وژونکی حملی شویدي او یوځل د سعید په بندرګاه کی په چاقو هم وهل شویدی(۱۹۹۹ په سپټمبر کی).


په عراق د امریکی د تجاوز په اړه د حُسنی رایه:
د فلسطین-اسرایلو شخړه دی حل شي او دعوه یی وکړه چی جګړه به ۱۰۰ نور بِن لادِن و زیږه وي. بله خوا یی له عراقه د امریکی ناڅاپي وتل هم نه منل ځکه چی کیدای شي وتل، ګډوډۍ ته لاره پرانیزي.


له مبارک وروسته څوک؟
دغی مسلی هغه وخت سر اوچت کړ چی په مصر کی امریکایی سفیری مارګریټ سکوبی په ۲۰۰۹ کال کی د مبارک ځایناستی په اړه اندیښنه څرګنده کړه. هغی وویل هیڅ مالومه ندی چی څوک به مصر له مبارک وروسته واک په لاس کی اخلي. کوم نوملړ چی دی خپور کړی وو په دی ډول دی:
الف: جمال مبارک، خو نوموړی بیا فوځی تجربه نلري
ب: عمر سلیمان، داستخباراتو پخوانی مشر (اوسنی مرستیال ولسمشر)
ج: تور اس- عمر موسی- د عرب لیګ مشر (په اوسنیو لاریونونو کی عمرموسی له التحریر څلور لاري لیدنه وکړه او هغوی یی وهڅول)
خو دسفیری د خبرو خلاصه په دی ډول وه چی: مبارک په خدای باور لري او هڅه به کوي چی واک د فوځیانو له لاری انتقال شي.
خو د۲۰۱۱ د فروری په اوله ده(مبارک) اعلان وکړ چی خپله دغه دوره به پوره کوي او بلی دوری اشتها نلري. او دجمال مبارک د واکمن کیدو امکان یی هم رد کړ.
فعلی حکومت کی تر ټولو لوړ پوستونه له فوځیانو سره دي چی په دی ډول دي:
الف: حسنی مبارک، لومړی وزیر، د هوایی ځواک پخوانی قوماندان
ب: عمر سلیمان، مرستیال ولسمشر، حربی پوهنتون فارغ التحصیل دی، په یمن کی د اسراییلو خلاف جنګیدلی او د مصری استخباراتو پخوانی مشر پاتی شویدی
ج: احمد شفیق- نوی ټاکل شوی لومړی وزیر-۱۹۹۶-۲۰۰۲ د هوایی ځواک قوماندان او په ۲۰۰۲ کال کی بیا د هوایی چلند وزیر وټاکل شو.
د. طنطاوی، ددفاع وزیر، دمصر دفاع وزارت په پوست یی له ۱۹۹۱ خیټه اچولی، فوځی رتبه یی مارشالی دی.
نو وګوری چی فوځیان په واک کی دي او که ملکیان؟
اوس هم واک دفوځ عالي شورای ته سپارل شوی او له پرونه یی په خپله –د فوځ عالی شورای- غونډه کی مبارک منفي کړی وو.


د اقتصاد ښه کول:


د ۲۰۰۴ په جولای کی یی د لومړی وزیر عاطف محمد عبید استعفی ومنله او پر ځای یی احمد نظیف دنوي لومړي وزیر په توګه مقرر کړ. دنوي لومړي وزیر راتګ په نیک فال واخیستل شو او خلکو امیدونه غوټه کړل. په مبارک دغه مهال تور وو چی نوموړی د سترو کاروبارونو ملاتړ کوي او د مزدورانو حقوق تر پښو لاندی کوي.
هماغه وو چی د نظیف کابینی هم سر وخوړه.


۲۰۰۵ کال ریفرینډم:


دیو ریفرینډم له لاری، حُسنی بیا واک ته ورسید. د مبارک د پوست لپاره کوم بل کاندید نشو کولای چی مقابله وکړي. نړیوالو په مصر فشار راوړ، نو ده هم پارلمان څخه د کچالو ټاپی په ډول استفاده وکړه، او کثیرالحزبی ټول ټاکنو ته یی اجازه ورکړه، دولتی تلویزون او دری اخباره دده (مبارک) په خدمت کی پاتی شول.
د ټاکنو پرمهال-څنګه چی په اسیایی ملکونو کی سنت دی-له حکومتی وسایلو په پراخه کچه ګټه وا خیستل شوه. کلیوال، د ټاکنو مرکزونو ته راوړل شول ترڅو رایی ورکړي ، او په زرګونو جعلی وټونه هم استعمال شول.
ایمن نور د الغد ګوند(د سبا ګوند) نوماند، ټول ټاکنی رد کړی او دبیاځلي غوښتنه یی وکړه.
ایمن نور په جعل تورن شو او د ۵ کلونو لپاره جیل ته ولیږل شو. د امریکی لخوا دغه کار وغندل شو. هغه اعلامیه چی په دی اړه خپره شوی وه وایی چی مصر په خپل دی کار سره خپل تعهد له دیموکراسی سره وننګا وه.


فساد:


دیموکرات او خادم ملت، او دعمر سلیمان پلار-عمر سلیمان، اوسني مرستیال ولسمشر په خپل اوسنۍ یوه وینا کی نوموړي ته د پلار خطاب وکړ- او دده کورنی د ۷۰بلیونو ډالرو مالکه دی.
عجیب چوپړ دی چی ملت ورځ تر بلی په خپل ځان خوله لګوي او د اسلامی نړی چارواکی په ملیونونو او بلیونونو ډالر په بهرنیو بانکونو کی سپما لري.
د بن علی ښځی لیلا-د ټونس شړل شوی ولسمشر چی اوس په سعودی عربستان کی پناهنده دی-له ځان سره یو ټن سره زر ویوړل چی د ۶۲ ملیونوډالرو په شاوخوا کی تخمین شوي وو.
او مبارک بیا ۷۰ بلیونه ډالرو په شاوخوا کی شخصی سرمایه لری ( د برطانیی د ګارډین په حواله) که افغان چارواکي د حسنی مبارک په څیر حکومت و چلوي، کیدای شي حسنی مبارک هم وننګوي.
ګارډین لیکي چي د مبارک سرمایه زیاتره دهغو قراردادونو له عقده دی چی نوموړی د هوایی قواوو قوماندان وو. او دنوموړي سرمایه د مصر دننه او د برطانیی او سویس په بانکونو کی تیته دی.
د مصر داخله وزارت په فساد کی اول نومره دی. دوی بی له محکمی خپل مخالفین په مختلفو نومونو نیسی او ځپي یی. حبیب العدلی د کورنیو چارو پخوانی وزیر اوس مهال له هیواده ممنوع الخروج اعلان شویدی.
شفافیت بین المللی یا ټرانسپرینسی انټنیشنل لخوا مصر د ۱۷۸ هیوادونو په قطار کی ۹۸ فاسد حکومت دی.
د الکِفایه ګوند یو خپور شوی راپور-۱۹۸ صفحی لري- چی ما تر لاسه کړی، مصر ته یی پکی فاسدستان ویلی.


بیړني حالاتو قوانین:


مصر،چی نیم ولسمشری سیستم لري، له ۱۹۶۷ راهیسی پکی اظطراری حالات دی-خو د
انورالسادات دمرګ وروسته د ۱۸ میاشتو لپاره اظطرار مات شو-
دبیړنیو حالاتو د قانون له مخی د پولیسو واک او ځواک غښتلی شوی دوی ددی قوانینو له مخی:
۱.سانسور روا
۲.د خلکو قانوني حقوق تر پښو لاندی
۳.د مظاهره چیانو نیول او توقیف(تر اوسه ۱۷۰۰۰ کسان ددغه قانون لاندی په زندانونو کی پراته دي او ۳۰۰۰۰ سیاستوال په زندانونو کی شپی سبا کوي)
۴.غیر رسمی هبی او چندی رسماً ممنوع
۵.د خلکو زندانی کول تر هر هغه مهاله چی زړه یی وي بیلی کومی محکمی او دوسیی


اسراییل-فلسطین شخړه:


حسنی مبارک په عمومی ډول د اسرایلو پلوی ګڼل کیږي. ده تل هڅه کړی تر څو په سیمه کی دایمي سولی ته لاره پیدا کړي. سعودیانو د اسرایلو او فلسطین ترمنځ شخړی ته یو حل پیدا کړ چی په دی ډول وو:
الف: اسراییل دی ټولی تر نیواک لاندی سیمی پریږدي چی د ګولان لوړی هم پکی راځي
ب: په غزی او ختیځ غاړه باندی د فلسطین دولت چی پلازمینه یی بیت المقدس وي، په رسمیت وپیژندل شي
ج: او دفلسطینی مهاجرینو لپاره دی هم یوه عادلانه حل لاره ولټول شي.
د۲۰۰۷ په جولای کی د اردن او مصر د باندنیو چارو وزیران مصر ته لاړل، اسرایلو احتیاطاُ ددغی طرحی هر کلی وکړ.
د۲۰۰۸ کال د جون په ۱۹، مصر د حماس او اسرایلو په جنجال کی منځګړیتوب وکړ ترڅو دواړه غاړی د اوربند پابند اووسي. له حماسه وغوښتل شول چی په اسرایلو به راکټي حملی بنده وي او په مقابل کی به اسراییل غزی ته د راتلونکو ګاډیو شمیره تر ۲۰۰۵ پوری لوړه وي چی مخکی دورځی ۵۰۰-۶۰۰ ګاډیو شاوخوا کی وی. بیا وروسته حماس ویل چی اسراییل تل د محاصری کړی تنګوی او په مقابل کی اسراییلو ادعا کوله چی حماس د وسلو قاچاق کوي.


د مبارک ناروغتیا:


مبارک د سرطان ناروغی رنځور دی.


ایوارډونه:


مبارک ته په ۱۹۹۵ کی د جواهر لعل نِهرو ایوارډ-مصر ته د خدمت کولو په خاطر-ورکړل شو.
مبارک د پریډ مګیزین(پریډ مجلی) ۲۰۰۹ کال د بدو دیکتاتورانو په قطار کی ۲۰ مقام لري.


مبارک په ګونډو شو!!!
د ۱۸ ورځو ملکي اوښتون وکولای شول چی د دیرشو کلونو محکم او بدمعاش حکومت چپه کړي.
د اوباما فشار، د اردن د عبدالله مشوری، د مفتیانو فتواوی، د عمر سلیمان اخطارونه، دخلکو ضد، سمونونه او کمیټی، د حکومت توطیی، ګرمی او نرمی وعدی، د قدرت مینه او …


یو حیرانونکی خبر!!!
کیدای شي چی دغه غم نور نو اُردن، سوریی، بحرین،الجزایر او نورو ته وغزیږي. خو یوه خبره ذهن کی لږ تشویشی دی چی څنګه هغه هیوادونه چی ملکی او دیموکرات بولی ولی له شاهی هغو بی ثباته دي.
دمبارک لری کیدل، په جشن ونیول شوه، البرادعی چی دومره قوی مخالف ندی-خو مشهور دی- د مبارک په ګونډو کیدل، ازادي وبلله.
اروپایی اتحادیی خپل ملاتړ له مصریانو څرګند کړ، قطر د مبارک لری کیدل، وستایل.
ددفاع وزیر طنطاوی، واک په لاس کی اخیستی دی.
دده په لری کیدلو سره، په افغانستان کی واوره نوره هم په تیزیدو شوه، زه یی په نیک پال نیسم.
ویل کیږي چی مبارک له خپلی کورنی سره د شرم ځای!!! شرم الشیخ ته تښتیدلی.