کور / سياسي / د بنګله دېش بې ستري (نولسمه برخه)

د بنګله دېش بې ستري (نولسمه برخه)

(نولسمه برخه)


(لکه د  يحيى خان په شانته بوټهو هم د راتلونکي اساسي قانون په هکله کوم نظر او مفکورهنه درلوده. ده او ملګرو يې يواځې پر دې ټينګار کاوه چې د شپږ فقريز پلان د ملي کيدو په هکله خبرې وشي. څنګه چې د دوى سوالونو  ټولو منفي اړخونه لرل او له ځان سره يې کوم پرېکړى تصميم نه درلود نوداسې يو څه چې د دوه ګوندونو ترمنځ خاليګاه ډکه کړي پيدا نشول څرګنده خبره وه چې بوټهوداسې دريځ نه درلود چې له هغه خخه خبرې او مذاکرې پيل شي.)
زه د تاج الدين له دې مفکورې سره موافق يم ځکه چې بوټهو دومره احمق نه دى چې کومه پريکړهاو نظر به يې نه لرل. مګر رښتيا دا ده چې د (يحيى-بوټهو) دسيسه داسې جوړه شوې وه چې شيخ مجيب ته څګى (کوهى) وکيني. دوى نه غوښتل چې خپل شوم او ژور څيړل شوى پلان په اسانۍ سره له عوامي ليګ خخه د غوښتنو په ترځ کې لوڅ کړي. د دې لپاره لا پوره وخت و. له دې چال چلن څخه د دوى مقصد دا و چې د خبرو  اترو په ترځ کې عوامي ليګ او خلک دواړه تر يوه وخته پورې وغولوي ترڅود راتلونکو توطئو لپاره ليار هواره شي.
پدې بي شرمانه لاسوهنه کې لمړى ګام د پريزيډنټ يحيى خان او مجيب ترمنځ خبرې وې او په دويم ګام کې دوه اونۍ وروسته په ډاکه کې د بوټهو اومجيب تر منځ کتنه وه. د نورو دامونو تسلسل خورا څرګند او په لاندې ډول دى:
د جنورۍ ٢٩: بوټهو مخکې له دې چې له شيخ مجيب الرحمن سره خپلې خبرې پاى کړي له ډاکې خخه ولاړ. له ده سره داسې مفکوره پيدا شوې وه چې دروازه ورته وازه وه يا دا چې وروسته به بيا ډاکې ته د خبروکولو لپاره لاړ شي او يا دا چې د ملي اسامبلې په جرګه ګيو کې به د ځان لپاره د ليارې پيدا کولو په هکله خبرې اترې پيل کړي.
د فبروري ١١: په ملتان کې د ګوند نمايندګانو سره له دوه ورځو خبرو کولو وروسته بوټهو مطبوعاتو ته وويل چې د پاکستان د پيپلزپارټى له خوا د اساسي قانون جوړښت وروستۍ مرحلې ته رسيدلى دى.
د فبروري ١٢: بوټهوراولپينډۍ ته د جنرال يحيى خان ليدلو ته ځي. له هغه سره د خبرو په پاى کې يې د اساسي قانوند جوړښت په هکله له پورتنۍ خبرې څخه غړه غړوي او  مفکوره يې بدليږي.
د فبروري ١٣: يحيى خان اعلان کوي چې ملي اسامبله به د مارچ په درېيمه نيټه په ډاکه کې غونډه وکړي. بوټهو پيښور ته ځي او په هغه ميلمستيا کې ګډون کوي چې د پوهنتون ښارګوټي (يونيورسيټي ټاون) په يوه بنګله کې جوړه شوې وه.  پدې ميلمستيا کې د وينا کولو په ترځ په بوټهويي غولوونکې ژبه وايي چې (“بوټهو يوځل بيا په زين کې دى! دا د واکدارانو پريکړه ده! مجيب وتلى دى. زه به صدراعظم يم!”)
د فبروري ١٤: بوټهو د نشنل عوامي ګوند له مشر ولى خان سره اوږدې خبرې کوي او له هغه څخه غواړي چې د شيخ مجيب الرحمن په ضد له ده سره لاس يو کړيز مګر کله چې ولي خان دا خبره نه مني نو بوټهو صاحب په پاى کې ورته وايي (زما د خپل ګوند غړي همدې خبر نه دي مګر زه به په ډاکه کې د ملي اسامبلې په غونډه کې ګډونونه کړم.)
د فبروري ١٥: بوټهو په پيښور کې په مطبوعاتي کانفرنس کې وايي چې مخکې له دې نه چې له عوامي ليګ سره د اساسي قانون د جوړولو په هکله موافقې ته نه وي رسيدلى او په دې ونه پوهيږي چې دا قانون به د پاکستاند ګټو په خلاف نه وي په ملي اسامبله کې به له ګډون کولو څخه غاړه وغړوي. د مرکې په ترځ کې زياتوي چې: (د لويديځ پاکستان له غړو څخه که څوک په دې غونډه کې برخه واخلي پښې به يې ماتې کړم) …
د فبروري ٢١: يحيى خان ملکي کابينه ختموي، پر ځاى يې مارشلا اعلام اوپه راولپينډۍ کې د هغې رياست په غاړه اخلي. که څه هم کومرسمي اعلاننه دى شوى، مگر ښار له افواهاتو څخه ډک دى ځنې داسې فکر کوي چې په نږدې وخت کې لوى بدلون راتلونکى دى او  له ځينو داسې اوريدل کيږي چې ګوندې يحيى خان د (سياسي ګډوډى) په هکله ډير په قهر اوخواشينى دى غواړي چې ژر تر ژره د دولت واګې نماينده حکومت ته وسپاري.
د فبرورۍ ٢٤-٢٨: لږ تر لږه شپږ ديرش کسه د پاکستان نمايندګان د بوټهوله تهديد سره-سره ډاکې ته په افتتاحيه غونډه کې د ګډون لپاره د تلو  تيارى نيسي.
د فبرورۍ ٢٨: مسټر بوټهو په ډاکه کې د اسامبلى د غونډې کولو د ځنډولو غوښتنه کوي.
د مارچ ١: يحيى خان بيله دې چې  د  عوامي ليګ له مشر سره مشوره وکړي د اسامبلې د غونډې کولو پرانيزل تر نامالومه وخته پورې ځنډوي.
بهانه: د ختيځ لويديځ [پاکستان] تر منځ شخړه او په اسامبله کې د پيپلزپارټۍ نه ګډون کول.
دليل: د پاکستان لپاره لويه توربخته سياسي کړۍ! دا پورته سياسي پرمختګ يې ځکه په ډاګه لوڅ کړى دى چې له هغه څخه په خورا اسانى د غلط تصميم نښې نښانې او له انتخاباتوڅخه د مخه لاسوهنه څرګنديدلى شي. لمړى دا چې د ختيځ بنګال اوپاکستان تر منځ د شخړې او اړودوړ راپورته کيدلو پلان د رژيم له خوا په لاس جوړ شوى او بوټهوصاحب يې محرکه قوه وو. په دويم ګام کې بيا ګورو چې دا اړودوړ د اسامبلې د غونډې کولو د ځنډولو لپاره په ښه بهانه بدل شوى، او د دې مقصد لپاره منځ ته راغلى و. هرڅه د منتها انحراف اود رښتياو د بيشرمانه تکذيب په بنسټ ولاړ و.
پوښتنه دلته پيدا کيږي چې بوټهوصاحب څنګه پوه شو او له چا څخه يې دا الهام واخيست چې کله چه اسامبله غونډه وکړي اوهغه څه چې د عوامي ليګ له خوا په اساسي قانون کې ليکل شوي وي هغه به بيله درنګه لاسليک کړي. مسټر بوټهو خود عوامي ليګ له خوا ليکل شوى اساسي قانون نه و ليدلى او  يا خو يې څه ناڅه د هغه په هکله خپل نظريات او پوښتنې نه وو وړاندې کړي! نو څنګه يې په اسامبله کې د نه ګډون کولو اعلان وکړ؟!
کله چې اوولس ورځې پخوا له ډاکې څخه روان شو نو هغه وخت خو يې له شيخ مجيب الرحمن سره د خبرو د ناکاميدو هيڅ غوندې اشاره ونکړه، بلکې وويل چې د خبرو کولو لپاره به بيا ډاکې ته لاړ شي. مگر بيا خو ده له شيخ مجيب الرحمن سره ونه کتل نو څنګه دا شخړه راپيدا شوه؟ له بلې خوا شيخ مجيب چې د خبرو او مذاکرې لپاره يې دروازې پرانيزې وې او تل تر تله يې په دې خبره ټينګار کاوه چې بايد اساسي قانون په ازادو رايو او علني ډول په ملي اسامبله کې تصويب يا ترديد کړل شي. او دا ديموکراتيکه مفکوره وه.ده نه غوښتل چې د اساسي قانون په هکله د تړلو ديوالونو شا ته ځانګړې پريکړه وشي. شيخ مجيب هيڅ کله داسې څه  ونه ښودل چې ګوندې عوامي ليګ هر څه چې کوي هغه دې وشي او ملي اسامبله دې د ربړين مُهر په ډول  استعمال کړل شي. نوموړي دا څه نه غوښتل چې هغه څه چې عوامي ليګ ليکلي يو انچ دې دا خوا هاخوا نه شي.
نو بوټهوصاحب ته سړى هک حيران پاتې شي چې ده نو خپل خوب له ومه ليدلى و، يا دا چې مسټر بوټهو ممکن داسې خارق العاده بل حس ولري چې کولى شي هغه څه چې د ليدلو وړنه وي دى يې وليدلى شي. که داسې نه وي نو ضرور به د کمپيوټر شان ته پروګرام شوى وي او داسې څه به کوي چې ورته ويل کيږي. که هر څومره هوښيار هم شي حتى بوټهو صاحب، بيا هم څوک نه شي کولاى چې دومره لرې مسافه د چا له فکر او ککرۍ څخه ځان خبر کړي. نو له دې کبله پدې هکله چې دى څنګه پروګرام شوى د هر چا توجه ځان ته اړوي او دا د پيښود پرله پسې پيښيدو او تسلسل څخه هم په څرګند ډول مالومېږي.
د شيخ مجيب تهديد چې ګوندې د فبرورۍ په نيمايي کې به په جدي اقدام لاس پورې کړي، پريزيډنټ يحيى خان دې ته وتاړه چې د فبرورۍ په ديارلسمه نيټه د اسامبلې د غونډې نيټه وټاکي. نودا هم د يادونې وړ خبره ده چې دا اعلام هم هغه وخت وشو کله چې يې له بوټهو سره يوه ورځ په مخ کې په راولپينډۍ کې وليدل.