کور / شعر / ميلاد نبي

ميلاد نبي

د لوراند او لورین څښتن په نامه
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ( انبیاء/۱۰۷) = او ته مو يواځې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نبیانو خاتم راغې رڼا راغله
د جنت نه دې چمن ته سبا راغله

د مکې پر تندي څرنګه برېښنا ده
د رحمت د بارانونو تنا راغله

د هاشم پر کور جلوې کړي پټ پټانې
تتو سترو د عرفان ته خندا ته راغله

د بوتانو سترګې شوې د اور سکروټې
لات منات ته په غریو ووې ژړا راغله

شول لیوان د کفر او شرک هیبت نیولي
ورختا ورختا ګوري قضا راغله

جبرایل پر دنیا فرش کړل خپل پرونه
د شپیلۍ د اسرافیل نه نوا راغله

دروازه د هر نعمت په جهان وا شوه
میکایل ته د پاک رب نه عطا راغله

له کړه وړه د عزاریل سختي شوه ورکه
جوړ خدمت لره ادم ته قضا راغله

امیر حمزه خان شینواری
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

درنو ورونو او خوېندو ته د میلاد نبي په پرتمین ویاړ په دیني مینه ډالۍ شو.