دمصر دولسمشرحسن مبارک دارايي

د لراوبر اداره | فبروري 11th, 2011


Politiken lørdag d.5.2.2011
مبارک (۴۰) میلیارده ډالره په سویس کی لري
دشرق میانه دیکتاتورحسن مبارک له پخوانه دولس داعتراضونواټکل کړی وه نوځکه یی په لویه پيمانه ډالرونه دلویدیزوهیوادونوپه بانکوکی ذخیره کړی دی.
دالمان اوسویس په مالی چاروپوری اړوندی ورځپاڼی لیکی چی: دمبارک کورنی په غیری قانونی ډول تر(۴۰) میلیاردوزیات ډالرونه دمبارک په (۳۰) کلنه واکمنی کی دسویس په بانکو کی ذخیره کړی دی.
که دادرسته وی چی دحسن مبارک ذخیره شوی پیسی (۴۰) میلیارده ډالره دی نودنړی یوازنی مشردی چی دکورنی اوځان لپاره یی دومره پیسی ذخیره کړی دی چی دجبری تقاعدپه وخت کی به ښه دعیشه ډک ژوندوکړی.
یونړی وال سازمانGlobal Financial integrity  اټکل کوی چی دنړی ژوندی دیکتاتور مشران دسویس په بانکوکی د(۱۵۰) میلیارده ډالروپه شاوخواکی ذخیری لری.
دتونس دیکتاتورمشرZine ej Abidine Ben Ali چی تیره میاشت سعودی عربستان ته وتښتیدی، (۱۴) میلیونه ډالره یی دسویس په بانکوکی ذخیره کړی دی چی داذخیره به دسویس دحکومت لخوامنجمده شی. نوموړی دتونس هیواد(۲۳) کاله اداره کړی. که دده سرمایه دحسن مبارک دذخیری سره پرتله شی دتونس دمشرذخیره شوی پیسی ډیری لږدی. کیدای شی چی دحسن مبارک دکورنی پیسی هم منجمدی شی که دسویس حکومت شک پیداکړی چی داسرمایه کوم قانونی بنسټ نلری. په داسی حالاتوکی داپیسی دوباره دمصر حکومت ته په واک کی ورکول کیږی. داسی ښکاری چی دمصردولسمشرلیدلوری ډیر زیرکانه وو، ځکه سرمایه یی دنړی په مختلفوبانکوکی ایښی ده.
نړیوال سازمانGlobal Financial integrity  چی مخفف یی GFI دی. داسازمان یوغیری دولتی ازادسازمان دی چی مرکزی دفتریی په واشنګټن کی دی اووروستی (۱۰) لس کاله د وروسته پاته هیوادونودمشرانوپیسی چی دنړی بانکوته په غیری قانونی ډول انتقالیږی،  څاری. نوموړی سازمان ادعالری چی دغیری قانونی پیسوانتقال دشرق میانه اوشمالی کوریا هیوادونوڅخه زیات شوی دی چی د (۲۰۰۰ – ۲۰۰۸ زکال) په موده کی (۳۰) سلنه  زیاتوالی راغلی دی. واکداران دخلکولمسون ته په انتظارکی وه.
حسن مبارک دغلواتل ګڼل شوی دی. دنوروهیوادونوپه لیکه کی دمصرواکداردغیری
قانونی پیسوپه ټولولواودپیسوانتقال دنوروهیوادوبانکوته ډیر مصروف کړی وو. نوموړی سازمان په خپل خپاره شوی رپورټ کی وایی چی: که دمصر هیوادصادرات اوکلنی ملی عایدپه نظرکی ونیول شی نوویلای شوچی د(۲۰۰۰ – ۲۰۰۸) زکال پوری په هرکال کی (۶،۳۶) میلیارده ډالره دهیوادڅخه بهرایستل شوی دی. بایدوویل شی چی دمصری ولس روان لاریونونه په بشپړډول په حق وه. (۶،۳۶)میلیارده ډالره درشوت اوغلاپیسی دی.
دغه بی حده ډیری پیسی که دهغه څه سره پرتله شی چی دامریکی متحده ایالات په کال کی څومره مرسته مصرته ورکوی چی دمصرلوی مرسته کوونکی دی، ، نورډیرواقعیتونه په  لاس رواړلای شو. د(۱۹۷۹زکال) څخه دامریکی فوځی اوملکی مرسته د(۲) میلیارده ډالرو په اندازه ورکول کیده. ولی په (۲۰۱۰زکال) کی مرسته (۳،۲)میلیارده ډالره وه. وروستی پیسی دهغه پیسو نیمایی برخه جوړوی چی دمصرواکدارسویس اودنوری نړی بانکوته لیږلی دی. دامریکی دسږکال دبودجی څخه ښکاری چی دامریکی مرسته به(۳،۲)میلیارده ډالره وی. مصراواسراییل دنړی په هیوادونوکی دامریکی څخه ډیره مرسته ترلاسه کوی.
دجرمنی ژبی مالی چاروورځپاڼی په حواله دیادشوو(۴۰)میلیارده ډالروڅخه چی دمبارک کورنی یی د سویس په بانکوکی لری په لاندی ډول ویشل شوی دی: حسن مبارک تر(۱۰) میلیارده زیاتی، د مبارک زوی جمال مبارک (۱۷)، دولسمشروروراله (۸) اودولسمشر میرمن سوسنه مبارک د(۳ – ۵) میلیارده ډالره لری. سویس میل نه لری چی دنړی د دیکتاتورانوپه سرمایه باندی ناوړه نوم ولری. سویس داوسنی مروجوقوانیونوپربنسټ هڅی کړی دی چی دنړی د دغه ډول مشرانوپیسی دوباره اړوندوهیوادوته ورکړی. دبیلګی په ډول: دفلیپن ولسمشر (اوس مړدی)Ferdinand Marcos دزایرمړشوی ولسمشر    Mobuto Zese Zeko     دهایټی پخوانی دیکتاتور Jean Claude Duvalier نومونه
یادولای شو. 
دداډول غلولپاره سویس بلاتشابه جنت ګنل کیدی. ولی په دی وروستیوکلونوکی که دسویس مقامات شکمن شی، بانکی حسابونه یی تړی. داچاره د(۱۹۹۸زکال) دقوانینوپربنسټ صورت نیسی. ددی قانون له مخی ټوله هغه توری پیسی چی سپینیږی اویاهغه پیسی چی دسیاسی واک له لیاری پلاس راغلی وی، ترڅارنی لاندی نیول کیږی. وروستی قانونی مواد دهیوادونوپرمشرانوتطبیق کیږی ځکه چی امکانات یی ډیردی چی دعامه دارایی څخه پیسی لاسته راوړی. ولی دروان کال دفبوری په لومړی نیټه نوی قانون رامنځته شوچی دهیوادونو دیکتاتورومشرانوته به دپیسوپټول نورهم ستونزمن شی، البته ددوی دتقاعدپیسی ددی قانون څخه مثتثنی دی. همداوس سویس په اتومات ډول دوروسته پاته هیوادونودمشرانودبانک حسابونه تړلای شی که ورباندی شکمن شی.
سومالیا، هایتی، کانګواوپاکستان په دغه لست کی شامل دی.
دنړی دادرای فسادپرضدسازمانونه بیاهم شکایت لری چی دنوی قانون تطبیق کافی نه دی. ولی مصردنوی قانون په منګلوکی نه لویږی. پای
نوټ: ددی مقالی دژباړنی په درشل کی دافغانی واکمنانوپه اړوندسوچ راپیداشو. ځکه ولسمشرکله ناکله ناری سوری وهی چی ددولتی واکدارانودارایی بایدراجسترشی. ماته داپوښتنه راپیداکیږی چی اوسنی واکداران که رښتیاخپله سرمایه څرګنده کړی، ددی اړتیابه رامنځته شی چی وپوښتل شی .وروره! ته خودیوخوار، غریب افغان زوی وی دادومره سرمایه دی له کومه کړه؟ باوروکړی چی ترجګړی مخکی هغه مځکه والوچی ډیری زیاتی مځکی یی درلودی، که مبالغه ونکړم بایدووایم چی دیومیلون افغانیودحساب سره چابلدیت نه درلودی. که دحساب ورځ راشی نوزموږبیچاره واکداران چی دبهرنیوڅارګرواداروڅخه یی دخپل ولس دوژنی په وعدوپیسی لاسته راوړی دی اویایی دجهاددمقدس نامه څخه په ناوړه استفاده د افغانی زلمیانودوینوپه قربانی خپل جیبونه ډک کړی دی، دحساب په ورځ به څه جواب ووایی:
 دغلو، داړه مارانولاسونه دی دولس دمال اودارایی څخه لنډوی

Copyright Larawbar 2007-2024