کور / شعر / ای زما ښکلې وطنه

ای زما ښکلې وطنه

داوختونه ما تمو نه به د ی تير شي
داجګړۍ او ستمونه به هم هيرشي

بيابه اوښکې ديتيم نه تل خنداوي
توره بوړه١* به ښه ځاې دتماشا وي

بيابه ټولې مستې پيغلې به خنديږي
بياسپين غرکې به غاټول ګلان غوړيږي

ا ر غوان به د چند ړو سره يو ځاې
د خيبر د غر و لمنو کې ټو کيږي

اباسين به دی دمينې نغمه ګر شي
ارغنداو به دی دهيلوجلوه ګرشي

کونړسيند به دغيرت سندرې وايي
د هري په ترانو کې به دی ستايي

داموسيند په څپو کې به يا ديږی
د ننګرهار په ګلابونو به ناز يږی

مسافر د وطنو به را ستانه شي
افغانان به دننګونو کور بانه شي

دجنګونواوغمونوموربه مړه وي
ترانې به دې دسولې زمزمه وي

زه به راشمه دمينې خوږلمن ته
دحفيظ دارمانو ښکلې وطن ته