کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د مبارک ملیاردونه ډالر به څه کیږي؟

د مبارک ملیاردونه ډالر به څه کیږي؟

د مصري مبارک نوم د نړۍ د بډایه کسانو په نوم لړ کی نسته خو په یقین چی له دغه لیست دباندي به وي.


له اتلس ورځنیو ملي او تاریخي فشارونو وروسته د مصر ځان پالی ولسمشر حسن مبارک د جمعي په ورځ له واک څخه وپرزول سو.


د مصر دغه اوسپنیز سیاست وال پوره دیرش کاله په دغه هیواد واکمني وکړه خو په دغه موده  کی  هیڅ کله هم ده و نه ویل چی سرمایه یی څومره او په کومو اړخونو لګول سوي ده .


د بریټانیي ګارډین ورځپآڼي تیر کال په یوه تخمیني ارزونه کی وویل چی د مبارک او مبارکیانو ( د هغه د کورنۍ) سرمایه به د ۴۰ تر ۷۰ ملیارده امریکايي ډالره پوري وي.


په ریښتیا چی دی د حکومتي چارو د پر مخ بیولولپاره یو مناسب سړی وو ځکه د نړۍ د تر ټوله بډایه سړي کارلوس سلیم شتمني ۵۴ ملیارده او د مایکروسافت د کمپنۍ د مالک بیل ګیټس شتمني ۵۳ ملیارده ډالره ده .


بی له شکه چی مبارک یو پوځی سړی وو،  دیرش کاله دیکتاوره رژیم یی تر قیادت لاندي وو او بي له شکه چی ډیر کاروبارونه به یی په خپل ملک کی جوړ کړي وي.


له پراختیايي پروژو نیولي بیا د نیل د رود پر سر د سویس له کانال څخه تر لاسه شوي ډيری عایدات به یی په خپل جیب کی اچولي وي.


مصر د نړۍ د لرغونو اثارو له اړخه په خاصه توګه د احرامونو له کبله هم د ګرزندویۍ له برخي په ملیاردونو ډالر تر لاسه کوي.


د مبارک لپاره هیڅ راز شفافیت او هیڅ راز ځواب ورکولو ته اړتیا نه وه زکه هم ولسمشر وو، هم پاچا او همد د پوځ مشر او صدراعظم .


په دقیقه توګه به ګرانه وي چی د مبارک د ټولو شتمنیو اندازه معلومه کړو زکه چی د هغه د کمپنیو او پیسو شمیره نه په کوم اقتصادي لیست کی سته او نه هم په حکومتي اسنادو کی.


د سویس حکومت ویلي چی دوي له مبارک سره تړلي ا حتمالي ټولي شتمنۍ په موقتي ډول کنګل کړي دي.


خو دا په دی مانا نده چی هیڅ کله به هم دغه پیسۍ بیرته مصر ته نه استول کیږي.


د مبارک په اړه داسي هم ویل کیږي چی ډیری پيسې یی د لندن په بانکونو کی هم زیرمه کړي دي.


خو هیڅ کله هم مبارک هڅه نده کړي چی په خپل ژوند کی  خپله شتمنۍ په پټو بانکونو کی ځای پر ځای کړي کوم چی له عامه اذهانو پټ دي.
د مبارک د شتمنیو اندازه ډیره لوړه ده او ځيني کمپنۍ خویی د عربي شیخانو او د سعودي د پادشاه له خپلوانو سره  هم په شریکه په منځني  ختيځ کی فعالیت کوي.


خو د اقتادي چارو کارپوهان په دی اند دي چی که څه هم مبارک له واکه لري سوی خو د هغي شتمنۍ له کبله چی دی یی لري کولای سي په پوځ باندي چی په دغه ملک کی ډیر حاکم دی د څو نورو کلونولپاره هم سلطه وچلوي.


خو هغه ولسمشر ته به ګرانه وي چی د مصر له اوسنیو حالاتو سره مقابله وکړي کوم چی له مبارک وروسته د هغه زړه دریش کلنه څوکۍ تر لاسه کوي.


یا به نوموړی هم په فساد کی ډوبیږي چی خپل تش جبونه ډک کړي او یا به هم د پوځ تر فشار او قیادت لاندي خپلي چاري تنظیموي.