ميدان وردګ: څو تنه د ترهګرۍ په تور نيول شوي

34 | فبروري 13th, 2011


دملي امنيت رياست چارواکو ويلي چې په ميدان وردګوولايت کې يي دترهګريزو کړنودترسره کولوپه توردرې تنه نيولي دي.
دنوموړي رياست لخواپه يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان دنوموړي ولايت دسيدآباد ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې يادو کسانوپه خپلو لومړنيوڅېړنوکې اعتراف کړى دى چې تردې وړاندې په دغه ولايت کې په ترهګريزوکړنوبوخت وو.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ملي امنيت په کابل کې دځانمرګي بريدکوونکو دطرحه کوونکو له نيولو هم خبر ورکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024