کور / سياسي / د لښكرګاه ښاراوسيدونكي د لښكرګاه ښاروال په اداري فساد تورنوي

د لښكرګاه ښاراوسيدونكي د لښكرګاه ښاروال په اداري فساد تورنوي

 لښكرګاه ښار يوشمېر اوسيدونكي د لښكرګاه ښاروال محمد داود په اداري فساد كې ښكيل بولي او وايي، چې په خپل تير دوكلن ماموريت كې يې سلګونه رهايشي نمرې، لسګونه سوداګريز ماركيټونه او پاركونه توضح كړي دي، چې د دې جملي څخه يې ډېر په خپله په شخصي توګه پلورلي او د ځان لپاره يې لوړ پوړيزه ودانۍ او كورنه پري اباد كړي دي.


د ښار اوسيدونكي له ولسمشر او اړوند ادارو څخه غوښتنه كوي، چې د دوی د ناحقه مسترد سوو او لاندې شوو جايدادونو پوښتنه وكړي.


د لښكرګاه ښار اوسيدونكي ګواښ كوي، كه چيرې څوك يې اواز وانه وري نو د ښاروال محمد داود په شكايت به تر اولسمشر كرزي او لوړ پوړو چارواكو پورې ورسوي.


د لښكرګاه ښاريان وايي، د ښاروال محمد داود سره په فساد كې د هغه يو مخكښ انجينر حبيب الله او ګڼ شمير دولتي لوړ پوړي چارواكي هم ښكيل دي. 

د لښكرګاه ښاريان وايي، د ښاروال محمد داود سره په فساد كې د هغه يو مخكښ انجينر حبيب الله او ګڼ شمير دولتي لوړ پوړي چارواكي هم ښكيل دي.


“دی له موږ سره ظلم كوي، له دولت څخه غوښتنه كوو، چې راڅه ليري یې لړي، داسې ظالم ښاروال نه غواړو، د ده پلار غريب مامور و، د كومه يې كړي، په ډي يك كې يې يو اويا نمرې خرڅې كړي قاچاقبرو ته يې وركړي دي.”


د لښكرګاه ښاريان وايي، د ښاروال محمد داود سره په فساد كې د هغه يو مخكښ انجينر حبيب الله او ګڼ شمير دولتي لوړ پوړي چارواكي هم ښكيل دي.


د لښكرګاه ښاروال محمد دواد چې تر دې وړاندې يې په هرات ولايت كې د ټرانسپورټ د ريس په توګه دنده ترسره كړې ده، دوه كاله وړاندې د هلمند ولايت د لښكرګاه د ښاروال په حيث په دنده ګمارل شوی دی.


د ښار اوسيدونكي وروسته تر هغه په غوصه شول او ښاروال يې په فساد تورن كړ، چې د نوموړي له لوري يې په ښار كې ډېرې ښكلې او لوړپوړيزې ودانۍ چې په ميليونو ميليونو افغاني پرې لګيدلي دي، وليدلي.


د همدې ښاروال له لوري د لښكرګاه په كاريز او مختار سيمه كې تر لس زيات ملكي كسان د هغوی د جايدادونو دلاندې كولو پرمهال په يوه لانجه كې په ډزو ټپيان كړه.


د لښكرګاه ښار د ګڼ شمير اوسيدونكو او دوكاندارانو د لګول شوي تور او ګڼو موجودو اسنادونو سره سره بيا هم د لښكرګاه ښاروال حاجي محمد داود د يوه خبري ناستې پرمهال پرخپل ځان هرډول لګول شوي تورونه رد كړل او ویې ويل، چې كارونه يې ډير بريالي او ښه روان دي او لوړ پوړيزه كورنه جوړول د هيواد د هر وګړي په توان كې دی.


“هيڅ داسي مورد نه شته چې دوې نمرې وي او موږ پرې كور جوړ كړو زه ښاروال يم او صلاحيت لرم چې ځانته نمره واخلم او زما پلار په تصدي بست كې مامور دی او موږ ته ښه نمره رسيدلي ده.”


په ښار كې زيات خلك پرښاروال تورلګوي، چې نوموړي د خلكو شخصي ملكيتونه لاندې كړي دي او د ځان تر څنګ يې خپلوانو ته پرې ودانۍ جوړې كړي دي.


ښاريان وايي، محمد داود لموړنۍ ښاروال دی، چې خود سره او په غير عادلانه ډول سره رهايشي نمرې ويشي خو د لښكرګاه ښاروال وايي، سلاحيت لرم چې خلكو ته د كور نمرې وويشم مګر دا خبره نه مني، چې خود سره يې د خلكو شخصي ملكيتونه لاندې كړي دي.


دى وايي، موږ چې كومه توزيع كړې ده، هغه عادلانه ده او د ولايت د مقام په مشوره او د هغوی په امضا توزيع شوې ده په دې كې زموږ خوښونه ځاى نه لري او هرڅه د قانون له مخې ترسره شوي دي.


د لښكرګاه ښاروال په داسې حال كې د ځان څخه د خلكو د شخصي ملكيتونو د نه لاندې كولو په اړوند دفاع كوي، چې يوازې درې ورځې وړاندې د لښكرګاه د ښاروالۍ او امنيتي مسوولينو له لوري د لښكرګاه د ښآر اړوند د كاريزي د سيمې د اوسيدونكي پرشخصي مځكو د هغوی ولاړ كورنه نړول چې له امله يې اخ و ډب رامنځته سو او شپږ تنه ملكي كسان چې د خپلو ملكيتونو څخه يې دفاع كول ټپيان شول.


كه څه هم په لښكرګاه ښار كې په دې وروستيو كې د بيارغوني او پرمختګ كارونه ترسترګو كيږي خو خلك يې د ناسم كيفيت نه شكايت كوي.


مګر د لښكرګاه ښاروال محمد داود د يوشمېر بې كيفيته پروژو د پلي كيدو پړه د هلمند د كليو د پراختيا او بيارغوني پررياست واچول.


ښاروال په يوه خبري ناسته كې وويل، په ښار كې ټول د بيارغونې كارونه د ښاروالۍ له لوري ترسره كيږي، چې د كليو د پراختيا رياست يې يوازې سيل كوي.


خو د لښكرګاه د ښاروال د خبرو په ځواب كې د هلمند د كليو د پراختيا او بيارغونې ریيس محمد عمر قانع نه يوازې د ښاروال خبري درد كړي بلكې ويې ويل، ښاروال مسلكي نه دى او بې ځايه نيوكه يې كړي ده.


محمد عمر قانع زياته كړه، چې ښاروال بايد د خلكو په خوښه او مسلكي كس انتخاب شي.


“ښاروال صيب خپله مسلكي سړى نه دى او د دې كارونو لپاره بايد يو مسلكي كس د خلكو په خوښه انتخاب شي او كار وکړای شي.”


د كليو د پراختيا ريس محمد عمر داهم وويل چي په ښار كي هره هغه پروژه چي ددوي درياست په بوديجه بشپړه كيږي وروسته ښاروالۍ ته سپارل كيږي، چې د نوموړي په خبره تراوسه يې ښاروالي په مراقيبت كې پاته راغلې ده.


د كليو د پراختيا ريس يې بيلګه په ښار كې د اوبو د څوسترو شبكو ټاورونه او ټانكى يادكړي، چې ګټي اخستنې ته تر سپارل كيدو وروسته د ښاروالۍ د نه پاملرنې په خاطر له كاره وليږي.


په هرصورت د لښكرګاه د ښاروال او خلكو ترمنځ دغه خبرې په داسې حال كې سره ديخوا هي خواكيږي، چې د يوې مالومي سروې له مخې د لښكرګاه د ښار د جوړېدو په تاريخ كې په لمړي ځل په تيرو دووكلونو كې څه باندې درې زره رهايشي نمري ويشل شوي دي.


د ښار اوسيدونكي او د پاخه عمر كسان وايي، دا تر ټولو زياتي نمرې دي، چې د لښكرګاه ښار د جوړېدو وروسته ويشل شوي دي، دولتي مسوولين كله ناكله وايي، هلمند د هيواد په سطحه يو له هغه ولايتونو څخه دی، چې تر ټولو زياته مځكي په كې دغاصيبونو له لوري لاندې شوې ده.


د يادوني وړ ده، چې دا لمړى ځل دى چې په هلمند كې خلك پريوه دولتي مسوول باندې د فساد ښكاره تور لګوي او ګڼ شمير سندونه هم په لاس كې لري.