جنوبي کوریا : د واوري له کبله په سلګونو کورونه وران سوي دي

مختار احمد احسان | فبروري 14th, 2011


د جنوبي کوریا په ختيځ کښي د سختي واوري له امله په سلګونو کورونه وران سوي او بې نظمي رامنځته سوې ده . ویل کیږي چي د واوري له کبله څو میلیونه ډالره مالي زیان اوښتئ دئ .

حکومتي چارواکو شاوخوا ۱۲ زره عسکرو ته امر کړئ، تر څو د اوسېدونکو سره مرسته وکړي او وژغوري .

راپورونه زیاتوي چي په کوریا کي اورېدلې واوره د تیري پېړۍ تر ټولو زیاته او سخته واوره بللائ سو.
د عام وګړو څخه کوریايی “پارک چای-رن” د واوري په اړه وايي : “زه د ۸۳ کالو یم . زما په ټول ژوند کي دومره زیاته واوره نه وه اورېدلې . د عسکرو مرستو عامو وګړو ته ډېره ګټه رسولې ده .”

 

 




Copyright Larawbar 2007-2024