د ولسي جرګې غړي د ګډ کميسون پر جوړولو سلا شول

34 | فبروري 14th, 2011


دولسي جرګې غړي دنوموړي جرګې دمشردټاکلوپرسره دراپورته شوي جنجال دپاى ته رسولوپه موخه ديوه ګډکميسيون پرجوړولوسره سلا شوي دي.
ددغې جرګې دموقت مشرپه وينايادکميسيون له هرولايت څخه ديوه غړي او دهغوولايتونوڅخه چې له لسوزيات غړي لري ددوواستازواوديادې جرګې مشرۍ ته دتېرې نوماندان په ګدون جوديدونکى دى.
وروسته له هغې، چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې غړي د څلورم ځل په ټاکنو کې د خپل مشر په ټاکلو کې پاتې راغلل، يکشنبې ټوله ورځ وکيلانو په دې بحثونه وکړل، چې د دې ستونزې د پاى ته رسولو لپاره څه بايد وشي.
د ولسي جرګې لنډ مهاله مشر که څه هم په دې برخه کې شوي بحثونه ستړي کوونکي وبلل خو د غونډې په پاى کې يي دا خوشبيني څرګنده کړه، چې د وکيلانو د وروستيو بحثونو زيات تمرکز د کمسيون په جوړولو درلود.
محمد سرور عثماني د دوشنبې ورځې لپاره د جرګې د غونډې اجنډا هم دغه مسئله اعلان کړه او ويي ويل، چې د دې کمسيون د جوړولو پريکړه به د وکيلانو رايو ته وړاندې کړي:
د ولسي جرګې د کورنيو دندو له موجوده کړن لارې سره سم بايد د دې جرګې رياست ته کانديد کس د حاضرو غړو غوڅ اکثريت يعنې پنځوس جمع يو رايې ترلاسه کړي او دا معيار د ټاکنو په دويم پړاو کې هم په پام کې نيول شوى دى.
خو له جرګې بهر څارونکي او ان افغان ولسمشر په دې باور دې، چې دا معيار د نه پلې کېدو وړ دې او بايد وکيلان ساده اکثريت منلو ته غاړه کيږدي.
له بل لوري د سپينو رايو په اړه هم تر اوسه پورې کوم ځانګړى حکم نه دى موجود او د اوس لپاره دا رايي باطلې شمېرل کيږي.
که څه هم د دې مواردو په اړه د کمسيون د پريکړو په اړه او دا، چې دا پريکړې د جرګې د غړو له خوا منل کيږي او که نه اټکل کول ګران دى، خو ځيني نوماندانو له مخکې نه په کمسيون کې د سياسي نفوذ په اړه خبردارى ورکړى.
دغه شمېر وکيلان په دې باور دي، چې په جرګه کې موجود وکيلان په بېلابېلو ډلو ويشل شوي او هر يو يي د ځان لپاره کار کوي.
دا هغه څه دي، چې د ولسي جرګې لنډ مهالي مشر ورته په ده باندې په شوي يو انتقاد کې ګوته ونيوله.
د دې مسايلو ترڅنګ د استاد سياف دې خبرداري، که د کورنيو دندو په کړن لاره کې کوم بدلون راشي، نو دى به دعوه وکړي انديښنې نورې هم زياتې کړي:
که څه هم په ولسي جرګه کې د مشر د ټاکلو لپاره د روان بن بست د پاى ته رسولو لپاره د اساسي قانون په پلتيا د څارکمسيون د حقوقي مشورې د ورکولو وړانديز هم وکړ، خو وکيلانو هغه رد کړه، حال دا، چې ځينې يي د دې پلوي دي، چې دا مسئله بايد د حل لپاره قضايه قوى ته راجع شي.
دا چې په دې برخه کې له شتو اختلافاتو سره سره د ولسي جرګې غړي ددغې کميسيون په جوړه ولوسره دولسي جرګې دمشرپه ټاکلو بريالي کيږي او کنه؟ داهغه پوښتنه ده چې ددغې کميسيون دجوړولوورسته به په ډاکه شي.

Copyright Larawbar 2007-2024